د کراچۍ د سي ټي ډي پولیس وايي، نن د ګل/دوشنبې په سهار يې د ښار په شاه لطيف ټاؤن کې يې په يو کور عمليات کړي، يو ترهګر يې وژلی او پينځه نور يې نيولي او وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.
د يادو عملياتو په اړه د سيند صوبې د اطلاعاتو وزیر ناصر حسېن شاه د پولیس چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې وويل،
"د ترهګرۍ غټ نېټ ورک نيول شوی چې د ملک پرضد هلوځلو کې ککړ وو او سيند صوبه يې هدف وو، د سيند پولیس او استخباراتي ادارو دغه نېټ ورک ونيولو يو ځانمرګی په موقع وژل شوی، يو ځانمرګی نيول شوی او د شپږو پورې نيول شوي دي".
ناصر حسېن شاه دعوه وکړه چې "د ترهګرو څخه کومې وسلې ترلاسه شوي په هغې د غټې ترهګرۍ اندېښنه وه او په ابتدايي تفتيش کې مالومه شوې چې په دوی کې د زياترو تعلق د افغانستان سره دی او په دې کې د [را، هند استخباراتي ادارې] د ککړتيا کلک ثبوتونه ترلاسه شوي دي".
هغه زياته کړه د ترهګرو څخه مالومات ترلاسه شوي چې دوی د سيند اسمبلۍ سره نور مهم او حساسه ځايونه په نخښه کول غوښته.
سي ټي ډي د نيول شوؤ کسانو نومونه په خبر پاڼه کې خپاره کړي چې پکې زاهدالله عرف سلېمان، بسم الله عرف حاجي لالا، محمد قاسم عرف حاجي صديق، انعام الله عرف بلال او ګل محمد شامل دي.
پوليس دعوه کړې چې د نيول شوو ترهګرو څخه یې څلور کلاشنکوفونه، درې خودکش جېکټې او يوه رکشه چې د دوه راکټو سره پکې بارودي مواد په ځای کړی شوي، او نوره وسله ترلاسه کړی شوې ده.
د سي ټي ډي پوليس (ډي ايي جي) عمر شاهد وويل دا ترهګر د 15 ورځو راهسې په کراچۍ کې وو او د دوی څخه د نورو مالوماتو او پلټنو دپاره ګډه کميټي جوړه کړی شوې ده.
سي ټي ډي پوليسو په 27م جنورۍ ويلي وو د نورو استخباراتي ادارو په مرسته يې د وسله وال تنظيم زېنبون يو ترهګر يې نيولی چې پېژندګلو يې د سيد محمد عباس جعفري په نوم شوې ده.
تيره میاشت سي ټي ډي پوليس په کراچۍ کې د يو بل تن د نيولو ويلي وو چې داعش ته به یې پېسې لېږلې.
د تير دسمبر په مياشت کې سي ټي ډي ويلي وو د کراچۍ د کورنګۍ علاقې نه يې د لاقانونه ګرځول شوې سپاه محمد ډلې د زېنبون بريګېډ دوه انتهايي خطرناک مطلوب ترهګر نيولي دي.