لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان صدر وایي افغانستان اؤ ایران سره په ګډو پولو کاروباري منډهیانې جوړولی شي


دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي ویلي چې دهیواد سترو اؤ دمنځومانه کاروباري ادارو ته داسانیو ورکولو په خاطر دافغانستان اؤ دایران دپولو سره نزدې منډهیانې جوړولی شي.

دنهې یا سه شنبې په ورځ دپېښور دکاروباریانو اؤ سوداګرو یوې ډلې سره لیدنه کې دهیواد صدر ویلي دي چې افغانستان اؤ دمنځنۍ ایشیاء هیوادونو سره کاروباري خوځښتونو ته د ودې دپاره باید یوه مناسبه لاره خپله کړل شي.

دخیبر پښتونخوا دسوداګرۍ دخونې مرستیال صدر انجئنیر منظور الهي وي او ای ډیو ته ویلي په دې لیدنه کې

دخیبر پښتونخوا سوداګرو د هیواد صدر افغانستان اؤ منځنۍ ایشیاء سره د کاروباري موقعو، ستونزو اؤ امکاناتو څخه خبر کړی اؤ‌ له هغه یې غوښتي چې باید منځني ایشیاء ته د مالونونو رسؤلو دپاره کاروباریانو ته غوره اسانۍ ورکړل شي.

ښاغلی منظور الهي وایي صدر عارف علوي هغوئ ته ډاډ ورکړی چې چې په تورخم،چمن ،غلام خان ، وا خان اؤ افغانستان اؤ ایران سره په لګیدو نورو لارو به سوداګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره منډهیانې جوړولی شي .

هغه وویل که دا منډهیانې جوړې شي نو د پولو دواړو غاړو ته به ورسره سوداګرو ته اسانۍ په لاس ورشي اؤ تجارت به ورسره هم وده وکړي.

نوموړي زیاته کړه دخیبر پښتونخوا سوداګرو دهیواد صدر سره د افغان ټرانزټ په هکله هم خبرې کړي اؤ هغه ډاډ ورکړی چې افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت ته د ودې ورکولو دپاره حکومت د وړاندې نه ګامونه اخلي.

دپاکستان د سرکاري راډیو د رپورټ له مخې په دې لیدنه کې صدر عارف علوي هېله ښکاره کړې ده چې افغانستان کې دامن دټېنګښت سره به خیبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول قبائیلي ضلعو کې په کاروباري فعالیتونو مثبت اغېزې وشي.

هغه ویلي حکومت سوداګرو ته د ټيکسونو نظام کې د اسانیو ورکولو په غرض هم په یو شمیر اصلاحاتو کار کوي اؤ د کرونا وایرس د وباء په مهال یې سوداګرو ته ۱۱سوه اربه روپۍ پریښي دي.

شمیرې ښایي چې دا وخت دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ تجارتي حجم یو نیم بیلین ډالره دی خو څېړونکي اؤ سوداګر وایي که دواړه هیوادونه په پولو دتجارت د ودې مخې ته پراته خنډان یا ستونزې لرې کړي نو دا تجارت دا کچه پینځوؤ اربو ډالرو ته رسیدلی شي.

تیرکال د دسمبر میاشت کې د افغانستان یو پلاوی هم دصعنتونو اؤ سوداګرۍ د وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ اسلام اباد ته تللی ؤ اؤ دواړه لوري هڅه کوي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ موجود د ټرانزټي تجارټ تړون ته بیا کتنه وکړ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG