لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې درې چاودنې شوي، دوه تنه پکې وژل شوي پينځه ژوبل


د چارواکو په وېنا نن د شورو/چارشنبې په سهار دوه چاودنې په کابل او بله په پغمان کې شوې چې پکې دوه تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

افغان رسنۍ وايي، د کابل په برکي علاقه کې په چاودنه کې پولیس افسر او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.

چارواکو په رسمي ډول دغه خبر نه دی تاييد کړی.

د کابل پوليسو ویلي نن لومړۍ چاودنه په پغمان کې شوې د پوليس ګاډی په هدف شوی خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

ويل شوي دوېمه چاودنه د کابل په دوېمه ناحيه کې په يو ګاډي شوې او څلور تنه پکې ژوبل شوي دي.

د درېمې چاودنې په اړه ويل شوي د کابل په برکي څلور کې په بل ګاډي شوې او دوه تنه پکې وژل شوي او بل ژوبل شوی دی.

راپورونه د چارواکو له قوله وايي، د وژل شوو کسانو پېژندګلو نه ده شوې.

تيره ورځ هم په کابل کې په دوه پېښو کې پينځه کسان وژل شوي وو.

ويل شوي د تازه بريدونو زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG