لاس رسیدونکی لینک

 
صدر بایډن د میانمار د کودتا په ضد د دې هېواد پر پوځي مشرانو بندیزونه لګوي
تازه خبر

صدر بایډن د میانمار د کودتا په ضد د دې هېواد پر پوځي مشرانو بندیزونه لګوي


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن پرون وویل چې هېواد یې د میانمار پر هغو پوځي مشرانو بندیزونه لګوي چې کودتا یې وکړه او ویې ویل چې پوځ ضرور باید واک بیرته پرېږدي او د دې هېواد جمهوریت ته درناوی ولري.

صدر بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، حکومت یې د دې لپاره ګامونه اخلي چې د برما د حکومتي فنډ یو ارب ډالرو ته په ناسمه توګه د میانمار د پوځي جنرلانو د رسایي مخه ونیسي.

ښاغلي بایډن د دې تر څنګ یو فرمان هم تایید کړی چې له مخې به یې پر هغو پوځي مشرانو، د هغوی پر کاروباري ګټو او د کورنۍ پر نیژدې غړو سمدستي بندیزونه لګېږي چې په میانمار کې یې د جمهوري حکومت په ضد کودتا کړې ده.

صدر بایډن په میانمار کې د روانو حالاتو په اړه پخپلو څرګندونو کې ویلي، دغه پوځي مشران به- چې له بندیزونو سره به مخ کېږي- روانه اوونۍ په ګوته کړي. ښاغلي بایډن وویل:

"موږ به د هغو امریکایي آثاثو پر لېږلو او صادرلو هم سخت کنټرول وساتو چې د برما حکومت ته ترې ګټه رسېږي، خو له روغتیا، د مدني ټولنې له ډلو او په هغو برخو کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو چې د برما عامو خلکو ته یې ګټه رسېږي".

د میانمار پوځ د فرورۍ پر لومړۍ نېټه د هېواد واک په لاس کې واخیست او د دې هېواد مشره آنګ سان سوچي، صدر یو وین مینت او نور سېول چارواکي یې ونیول.

پوځ وروسته له هغه د میانمار واک په لاس کې واخیست چې د پوځ او واکمن ګوند نېشنل لیګ فار ډیموکرېسي تر منځ د نومبر د انتخاباتو پر سر تاوتریخوالی زیات شو او پوځ د دې ګوند د انتخاباتو له ګټلو انکار وکړ.

د امریکې ولسمشر په داسې وخت کې د میانمار پر پوځي مشرانو د بندیزونو اعلان کړی، چې په دې هېواد کې په دویمه اوونۍ هم خلکو د پوځي کوتا په ضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

صدر بایډن د میانمار پر پوځي مشرانو ږغ وکړ، چې د دې هېواد مشره آنګ سان سوچي او نور د جمهوري حکومت مشران او د مدني ټولنې نیولي فعالان سمدستي خوشي کړي:

"څنګه چې احتجاجونه زیاتېږي، د هغو خلکو په ضد- چې د خپلو ټاکلیو جمهوري حقونو اظهار کوي- تشدد د منلو نه دی او موږ به یې په ضد ږغ پورته کوو. د برما خلک غواړي چې ږغونه یې واورېدل شي او نړۍ ورته ګوري، موږ به تیار یو چې د بندیزونو په برخه کې اضافي ګامونه واخلو او موږ به له خپلو نړیوالو متحدینو سره کار کوو چې هغوی په دې برخه کې ملګرتیا ته وهڅوو".

د امریکې د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر باب مینینډیز د صدر بایډن د بندیزونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې که د میانمار پوځي مشران آنګ سان سوچي او د دې هېواد نور منتخب مشران سمدستي خوشي نه کړي او هغوی ته بیرته خپلې جمهوري څوکۍ ونه سپاري نو باید ریښتینې نتیجې یې وویني.

د یادونې وړ ده چې په میانمار کې پوځي کودتا د دې هېواد پر اقتصاد هم ژور اغېز کړی دی. تېره اوونۍ د جاپان د مشروباتو او څښاک یوې لویې کمپنۍ کېرین اعلان وکړ، چې د میانمار د پوځ د مشروباتو له کمپنۍ میانمار بېر سره یې شراکت ختم کړی دی، همدارنګه د سه شنبې- نهې په ورځ د سنګاپور یوې بلې کمپنۍ هم د میانمار له ورجینیا ټوبیکو کمپنۍ سره خپل شراکت ختم کړ، چې ملکیت یې له پوځ سره دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG