لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د امریکا له ټاکنو وروسته د لومړي ځل لپاره د چین له ولسمشر سره خبرې کړي


واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د شورو یا چهارشنبې ناوخته ټیلیفوني خبرې کړي.

دا د امریکا د نومبر په ټاکنو کې د بایډن له بریا راوروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړی ځل خبرې دي.‌

د سپینې ماڼۍ لخوا ددغو خبرو په خپور شوي متن کې راغلي دي، چې بایډن "په خپلو لومړیتوبونو ټینګار کړی چې د امریکایانو امنیت، نیکمرغي، روغتیا او د ژوند لاره به ساتي او یو ازاد او خلاص انډو پاسفیک به خوندي کوي."

دواړو مشرانو همدارنګه، د کورونا وبا، د اب او هوا یا اقلیم بدلون، او وسلو د کنټرول په برخه کې د واشنګټن په وینا په عملي او ګټورو برخو باندې خبري کړي دي.

خو چارواکو دا هم ویلي، چې بایډن په ګڼو مهمو برخو کې له چینايي مشر سره کلک مخالفت هم ښودلی.‌

د خبرو په متن کې راغلي دي، چې "ولسمشر بایډن د پېکنګ د ناسمو اقتصادي کړنلارو، د هانګ کانګ په ځپلو، په سېنکیانګ کې د بشري حقونو د تېریو، او د تایوان په ګډون په سیمه کې د خپلو زیاتېدونکو کړنو په اړه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړي."

د چین دولتي ټي وي ویلي، ولسمشر شي بایډن ته وویل، چې دوه اړخیزه همکاري یواځینې لاره ده چې دواړه خواوې پرې خپلې ستونزې هوارولی شي.

شي ددې لپاره چې سو تفاهمات رامنځ ته نشي د یو په یو خبرو د پېلېدوغوښتنه کړې.

د ټي وي‌ په راپور کې دا هم راغلي دي، چې شي بایډن ته وویل، چې دی هیله لري امریکا به د تایوان، هانګ کانګ او سینکیانګ د مسلو په اړه چې د چین کورنۍ او عرضي تمامیت پورې تړلې مسلې دي، په احتیاط سره ګام واخلي.

دغه ټیلیفوني خبرې یواځې څو ساعته وروسته له هاغې وشوې چې بایډن د ځواکونو د اعلی قومندان په توګه د لومړي‌ ځل لپاره له پنټګان څخه لیدنه وکړه او هلته یې اشاره ورکړه چې اداره یې د پورته کېدونکي چین لپاره تیاره ده.

بایډڼ په پنټګان کې یو کاري ځواک وګماره چې د پېکنګ په اړه دې د امریکا د سټراټېژۍ، د ځواک حالت، ټکنالوجۍ، استخباراتو او نورو ټولو برخو بیا ارزونه وکړي.

بایډن خبریالانو ته وویل، "کاري ځواک به په چټکۍ سره کار وکړي، ملکي او پوځي کارپوهان به په ټول وزارت کې په راتلونکو څو میاشتو کې د دفاع وزیر لویډ اسټن ته د مهمو لومړیتوبونو او پرېکړو په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کړي تر څو مونږ د چین پورې تړلو مسلو په اړه یوه ځواکمنه لاره مخې ته جوړه کړو.

ولسمشر زیاته کړه، "دا کار به د ټول حکومت هڅو، په کانګرس کې د دوه ګوندیزې همکارۍ او ځواکمن ایتلاف او شراکت ته اړتیا لري."

بایډن وړاندې وویل، "په دې توګه به مونږ د چین له ننګونو سره مقابله کوو او دا به باوری کوو چې امریکایان د راتلونکې سیالۍ وګټي.

پر بایډن انتقاد کونکو په وار وار ویلي چې د چین مسله به نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د کمزورۍ برخه وي او وايي چې د امریکا د ټاکنو په ورستي کمپاین کې د پېکنګ په وړاندې په کلک درېدو کې ناتوانه و.

پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په تېر اګسټ کې خپلو پلویانو ته وویل،‌ "چین به زمونږ هېواد خپل کړي کچېرې جو بایډن وټاکل شي."

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG