لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبائیلي ضلعو د سکولونو ودانۍ که د مرګ زانګوګانې ؟


د خېبر پښتونخوا قبائېلي ضلعو کې ګڼ شمېر سکولونه بنيادي اسانتياوي نه لري او ماشومان او استاذان يي په ډاګه ناست وي.

استاذان وايي دسکولونو ودانۍ يي د ناستې جوګه نه دي اؤ د بیخي د مرګ د زانګوګانو په څېر دي چې په زلزله او يا بل کوم قدرتي افت کې د راغورځېدو خطر لري.

د خېبر پښتونخوا دقبائيلي ضلعې د کوزه مومندو ديو پرائمري سکول استادان وايي
د دوئ سکول یوازې يوه کمره او برنډه لري اؤ دچاردیوارۍ نه محروم دی.

هغوئ وایي په دې سکول کې د څښلو د اوبو، بجلۍ، لېټرين او بيلا بيلو صنفونو د ماشومانو د پاره په سیوري د ناستې انتظام شته.

د سکول استاذ محمد قذافي وايي د قدرتي افاتو له ويرې په ډاکه ناست دي

دهغه په وینا "که معمولي زلزله راغله دا سکول به وران پرورت وي، ځکه مونږ اؤ ماشومان بهر ناست یو، او دا موسم اوس ښه دی، ژمې مو ډير سخت تېر شو او اوس هوړی راروان دی نو چې سیوری نه وي، پکی نه وي نو دا ماشومان به څه کوي"

استاذان وايي دې سکول ته د غريبو کورنيو ماشومان راځي، او په دې ډاګه زده کړې کوي.

د سکول یو زده کونکی عامر ګل وايي په سکول کې يي په سیوري ناستې ځائ، لېټرين، بجلي او نورې اسانتياوې نشته.

پوهان وايي قبائیلي ضلعو کې د تعليم د زده کوونکو نه په نیمه کې دتعلیمي لړۍ دپاتې کیدو یو ستر علت د سکولونو دننه د اسانیو نشتوالی هم دی.

د خېبر پښتونخوا دحکومتي شمېرو ترمخه په قبائيلي ضلعو کې نزدې شپږو زرو سرکاري سکولونو کې تر نيمائي زياتو کې د بجلۍ ،دڅښکلو داوبو او دوه څلويښت فيصده کې دچارديوارۍ بندوبست نشته.

د بليو وېنز نومې غیر دولتي ادارې دشمېرو تر مخه په خېبر پښتونخوا کې نزدې دوه اعشاريه څلور میلیونه ماشومان د تعليم نه محرومه دي.

کال ۲۰۱۸م کې د حکومتي شمېرو ترمخه يو اعشاريه اته ميلينونه ماشومان د تعليم نه بې برخې وؤ.

رپورټونه ښایي چې د خېبر پښتونخوا په قبائيلي ضلعو کې ۷۰ فيصده زده کوونکې جينکۍ د پينځم ټولګي نه اخوا خپله د تعليم لړۍ روانه نه شي ساتلی او د صوبې نورو ضلعو کې شپيته فيصده جينکۍ داسې دي چې د پرائمري تعليم نه مډل یا دمنځومانې سکولونو ته نه ځي.

د رپورټونو له مخې پاتې څلوېښت فيصده کې شپاړس فيصده داسې جينکۍ دي چې د تعليم لړۍ د نهم جماعت پورې ورسوي او بيا د تعلیم نه لاس پسر شي.

خو د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکۍ د قبائيلي ضلعو تعليمي ادارو کې دبنيادي اسانیو برابرؤلو په اړه وايي دوئ شپږ اربه روپۍ د قبائيلي ضلعو سکولونو نيمګړتياؤ پوره کولو د پاره ايښودي دي او که د نورو پېسو ضرورت شو هم ورکوي به يي " دا پېسې د پېرنټ ټيچر کونسل په لاسو مصرف کيږي"

څيړونکي وايي قبائیلي ضلعو کې غربت او دځایي رواياتو ترڅنګ په تعليمي ادارو کې د بنيادي اسانیو نشتوالی هم دماشومانو سکولو ته د نه تګ لويه وجه ده او که دا اسانتیاوې برابر شي ګڼ شمېر نور ماشومان به دغو سکولونو ته زده کړو دپاره لاړ شي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG