لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچین دټولو تګلارو ملاتړ دپاکستان دریځ ته څه ګټه اؤ زیان رسوي؟


د تبادلب په نوم يوې غېر دولتي څېړنيزې ادارې پخپل يو رپورټ کې دپاکستان چارواکو ته وړانديز کړی چې باید پاکستان د چين د ټولو نړیوالو او سیمه ییزو تګ لارو د بشپړه ملاتړ نه ډډه وکړي.

دغه ادارې اندېښنه ښکاره کړې چې دپاکستان لخوا دچین دټولو تګلارو دملاتړ له امله به ملګرو ملتونو کې مسلمانانو سره د توپيري چلند د مخنیوي په اړه دپاکستان اصولي دريځ کمزوری شي.

څېړونکي وايي که څه هم پاکستان د چين سره نيزدې او خوږې اړيکې لري خو د چين د ویغور مسلمانانو او نورو لږکيو سره د روان توپیري چلند پاکستان ملاتړ نه شي کولی.

په دغه رپورټ کې د پاکستان چارواکو ته دا تجویز هم شوی چي په سويلي اسيا کې د امریکا د ملګرو هېوادونو او په ځانګړي توګه د هند سره د ترهګرۍ پرضد د پټو مالوماتو د تبادلې او همکارۍ په اساس اړيکې جوړې کړي.

دپاکستان د پوځ پخوانۍ جرنېل او د نړیوال چارو څېړنګار ليفټننټ جنرال رېټاېرډ طلعت مسعود وايي په دې کې هېڅ شک نه شته چې پاکستان د چين سره نيزدې او سټراټيجکي اړيکې لري او ددغه تعلقاتو نه ښه ګټه هم پورته کوي خو وايي ضروري نه ده چې پاکستان د چين د ټولو نړیوالو او سیمه ایزو تګ لارو سره ځان وتړي.

ډيوه سره د تبادلب په دغه رپورټ چې پکې دپاکستان او امریکا د اړیکو په مستقبل ځینې پالیسي تجويزونه ورکړل شوي نوموړيې وايي د پاکستان، سيمې او د مسلمانانو په اړه د چين ځنې تګلارې ډېرې ناسمې دي.

هغه وايي "لکه د ویغور او اقليتونو سره په کور دننه د چين چې کوم چلند دی هغه سم نه دی او ښکاره ده چې پاکستان د هغې ملاتړ نه شي کولی او پکار ده چې اسلام اباد پدې غږ راپورته کړي"

د پاکستان او امريکا د اړېکو په هکله د تبادلب ددغه رپورټ مصنف او مډل ايسټ انسټي ټيوټ همکار سيد محمد علي وايي د پاکستان او امريکا ترمنځ د ښو، تل پاتې او لچک دارو اړېکو دواړه هېوادونه ځینې داسې شريک تصورات او خيالات لري چې پرې تعلقات جوړولې شي.

ښاغلي طلعت مسعود وايي يو خو دا چې د افغانستان د امن په اړه دواړه هېوادونه د يوبل سره همکاري کولی شي او ددې ترڅنګ امریکا په پاکستان کې سرمایه کاري هم کولی شي او دا به د امریکا په ګټه کې هم وى ولې چي پاکستان د 22 کروړه ابادۍ غټ مارکیټ لري.

هغه وايي د پاکستان جيو سټراټيجکي پوزبشن هم ستر ارزښت لري او دا ټول هغه څيزونه دي چې امریکا ترې ګټه اخستی شي خو شرط دا دی که ښې اړیکې جوړې شي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو چارو دڅانګې مشر ډاکټر شکور خان ډيوه ته وايي چين د سي پېک پروژې لاندې په پاکستان کې پانګونې کړي خو هغې سره ځینې داسې څيزونه به هم راځي چې د نورو هېوادونو سره اړيکو کې او په ځانګړي توګه ملګرو ملتونو کې چې د پاکستان کوم دريځ دی لکه کشمیر په هغې بدې اغېزې کولی شي.

هغه وايي دا به دومره اسانه نه وي چې پاکستان امریکا پرېږدي او د چین کېمپ ته لاړ شي او نه داسې ښکاري چې چين به د امريکا ځاې ونيسي او نه چين د پاکستان دومره مالي مرسته کولی شي څومره چې امریکا کړې ده.

دنوموړي په وینا که چیرې پاکستان په پټو سترګو د چين ځولۍ ته ځان غورځوي نو دا به بد اثرات هم لري.

د تبادلب په دې پاليسي رپورټ کې ويل شوي باید چې امریکا د خپلو سټراټيجکي ګټو ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته د اقتصادي ترغيباتو ورکولو پرځائ د تجارت، پانګونې او اقتصادي همکارۍ د لارې تعلقات جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG