دپاکستان حکومت وايي لندن کې دايسار پخواني وزيراعظم ميا نوازشريف دپاسپورت موده نن سرته رسيږي او اوس که هغه وطن ته راتګ غواړي نو په يو بېړني ځانګړي مکتوب يا سرټيفيکيټ راتلى شي.
دنهې په ورځ د هيواد د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد خبريالانو ته ويلي که نوازشريف برتانيه کې دپاکستان سفارتخانې ته مراجع وکړي نو د اى ټي ډي په نوم يو سرټيفيکيټ ورکړي او که داسې ونکړي نو دپاسپورټ قانوني او ائيني ارزښت به يې نن دشپې دولس بحې ختم شي.
دغبن په تورونو کې د اووه کاله بند په سزا محکوم نوازشريف تېرکال پاکستان نه د علاج په خاطر د محکمې څخه په صمانت لندن ته تللى ؤ او تر اوسه دغلته ايسار دى.
دنوازشريف ډاکټران او د ګوند ملګري دريځ لري چې هغه ناروغه او پاکستان ته د ستنېدو جوګه نه دى خو حکومت وايي هغه دسزا نه دعلاج په پلمه تښتېدلى او هيواد ته به پېرته راوستلى شي ترڅو خپله سزا پوره کړي.
دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلي د نوازشريف او دهغه د لور مريم نواز نومونه د ۲۰م اګست کال ۲۰۱۸م راهسې د سفري بنديزونو نوملړ کې دي او پاسپورټ يې نه شي نوى کيداى.
هغه وويل عدالت پخپله ويلي چې نوازشريف يو ځل دپاره هيواده دبهر تګ اجازې څخه ناوړه استفاده کړې ده اؤ هائيکوړټ اوس پخپله پرېکړه کې ويلي چې هغه بايد پاکستان ته راشي خو نوازشريف ځان غلى کړى دى.
پخوانى وزيراعظم نوازشريف دريځ لري چې هيڅ رقم غبن يې نه دى کړى خو دهيواد د طاقتور پوځ په وړاندې يې خپل سر نه ؤ ټيټ کړى او اوسنى حکومت يې په ضد انتقامي ګامونه اخلي.
خو حکومت بيا وايي چې د نوازشريف په ضد د غبن مقدمې په اوسني حکومت کې نه دي جوړې شوي بلکې دپيپلز ګوند حکومت کې پرې دا مقدمې جوړې شوې وې