لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي راتلونکې دوه،درې میاشتې دپاکستان سیاست کې دبدلون په اړه مهمې بولي


پاکستان کې که یو اړخ ته حکومت ضد سیاسي ګوندونو د حکومت راپرځولو لپاره ملا تړلې اؤ احتجاجونو یې لاس پورې کړی دی نو بل لوري ته هم دا ګوندونه دسینیټ کېدونکو ټاکنو دپاره تر وړاندې زیات متحرک شوي اؤ څېړونکي راتلونکې میاشتې دهیواد سیاست دپاره خورا مهمې بولي.

مخالف ګوندونه دریځ لري چې موجوده حکومت ټاکنو کې د درغلۍ په بنسټ جوړشوی اؤ هیواد ته پیښې ستونزې نه شي هوارولی خو حکومتي وزیران تور لګوي چې مخالف ګوندونه ولسي ملاتړ نه لري اؤ هیواد کې د جمهوري نظام کمزوري کولو هڅه کې دي.

څیړونکي پاکستان کې راروانې دوه درې میاشتې د هیواد سیاست کې مهمې بولي اؤ وایي ړومبی مخالفو ګوندونو د پارلیمان نه د استعاګانو ورکولو دړکه کړې وه خو بیا یې ستراتیجي بدله کړه اوس د سینټ ټاکنو کې برخه اخلي.

پېښور کې میشت خبریال رفعت اورکزئ ډیوه سره د خبرو په وخت وویل د سینټ ټاکنو کې مخالفو سیاسي ګوندونو یا پي ډي ایم برخه اخستو سره زیاته سیاسي ګټه تر لاسه کړې ده.

هغه وایي په ځانګړي ډول که یوسف رضا ګیلاني د حیفظ شیخ نه په دریم مارچ د سینټ چوکۍ وګټله نو ددې به دا مطلب وي حکومت قامي اسمبلۍ کې اکثریت له لاسه ورکړی دی.

ښاغلی اورکزی وایي پخوانی وزیراعظم يوسف رضا ګیلاني اسلام آباد نه د سینټ چوکۍ لپاره ګډ امیدوار دی. هغه د پنجاب جنوبي سیمې سره تړاؤ لري. ددغې سیمو د تحریک انصاف ځینو خفه شوو غړو سره خپلوۍ لري. که چرې ټاکنې په پټ ووټ وشوې نو د هغه دکامیابۍ امکانات ډیر دي

نوموړی زیاتوي که هغه وګټله نو دا به په عمران خان عدم اعتماد وي.

دهغه په وینا"ددې نه وروسته امکان لري چې پي ډي ایم د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ تحریک اسمبلۍ ته وړاندې کړي. که هغه کامیاب شو نو دا به د حکومت راغورځولو آیني، قانوني او جمهوري لیاره وي"

خو ددې ترڅنګ هغه دا هم وایي "خو که داسې نه کیږي نو پي ډي ایم د وړاندې نه په شپږویشتم مارچ د لویې لاریون اعلان کړی دی. ممکنه ده ددې نه وروسته په حکومت د فشار سیوا کولو لپاره اپریل کې اجتماعي استعفاګانې هم ورکړي"

یو بل څیړونکی د پیښور پوهنتون پروفیسر جمیل احمد چترالي وایي نه یوازې د سینټ ټاکنې د حکومت لپاره چیلنج جوړ شوی دی بلکې الیکشن کمیشن کې واکمن ګوند تحریک انصاف ته د خارجي هیوادونو پنګو ورکولو او ددغه ګوند د یو غړي فیصل واوډه دغبرګونی تابعیت قضیې هم حکومت ته ستونزې جوړولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل راتلونکې دا دوه درې میاشتې د پاکستان د مستقبل لپاره ډیرې مهمې دي.

دنوموړي په وینا "امریکا کې د ټاکنو نه وروسته د جو بایډن راتلو شکل کې چې کوم حالات جوړ دي نو د هغې وزن به لږ غوندې د جمهوري طاقتونو په حق کې وي. د دغې په وجه به سعودي او چین د اسټیبلشمنټ ملګرتیا کوي. نو دا داسې حالات دي چې نفسیاتي لوبه ده. مقابله به سخته وي"

ډاکټر جمیل چترالي زیاته کړه د روانې میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د ایف ای ټي ایف غونډه کیدونکې ده. زیات امکان هم دادی چې پاکستان یو ځل بیا خړ فهرست کې پاتې شي، سپین ته لاړ نشي.

ډاکټر چترالی په دې اند دی چې د حکومت لپاره به بله غټه ستونزه دا وي چې د هیواد خرابه اقتصادي وضعه څنګه بېرته خپل ځایې ته راولي. ځکه چې د نورو لاملونو تر څنګ د کرونا په وجه د پاکستان ترقۍ رفتار صفر ته راکوز شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG