لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي سره په افغان سوله خبرې کړي


افغانستان دپاره د روسیې دصدر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي افغانستان اؤ پاکستان کې دامن دټولې سیمې په ګټه دی همدغه لامل دی چې پاکستان افغانستان کې امن اؤ جوړجاړی غواړي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار خپل بیان کې ویلي افغانستان دپاره د روس د صدر استازي ښاغلي ضمیر کابلوف دجمعې په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې د اړونده خوښۍ په چارو اؤ دسیمې په وضعیت خبرې اترې کړې دي.

بیان کې راغلي په دې لیدنه کې دواړو خواؤ افغانستان کې د سولې په اړوند شوؤ پرمختګونو باندې بحث اؤ غور کړی اؤ د روسیې ځانګړي استازي دافغان سولې په پروسه کې د پاکستان د کردار ستائنه کړې ده.

د روسیې دا صدر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف جنرال قمر باجوه سره دا لیدنه وروسته له هغې کړې چې تیره میاشت دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوی د روسیې په سفر تللی ؤ اؤ دغلته یې د روسي چارواکو سره په افغان سوله اؤ نورو مهمو معاملو خبرې اترې کړې وې.

د روسیې په سفر کې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر مهم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي وؤ دافغان سولې په لاره کې داشرف غني حکومت ستر خنډ دی اؤ که هغه د اقتدار نه تیر شي نو په همغه ورځ به سولې ته لاره هواره شي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني واضحه کړې چې هغه د ولس په رائیو واک ته رسیدلی اؤ یوازې هغه چاته به واک سپاري چې ولس ورته رایه ورکړي.

دطالبانو لخوا اشرف غني څخه اقتدار نه دلاس پسر کیدو دا غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې دامریکې دبهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن ویلي امریکا تیرکال دفرورۍ میاشت کې طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا دسره کتنه کوي .

تیرکال په ۲۹مه فرورۍ دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې شوي تړون کې طالبانو منلې وه چې القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه به ځان جلا کوي، دافغانستان خاوره به دچا په ضد کاریدو ته نه پریږدي اؤ هم به دافغان دولت سره دسولې خبرو ته کښیني.

امریکایي چارواکي وایي چې دسولې تړون کې طالبانو کومې ژمنې کړي هغه یې نه دي ترسره کړي خو طالبانو بیا ویلي چې پخپلو ژمنو ولاړ دي.

افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان طالبان پخپلو لاسونو کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې اړی ګړی کوي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان کې دکومې ځانګړې ډلې مرسته نه کوي بلکې دسولې طرفدا د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG