لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن د ادارې لخوا د ایران د اټومي تړون د بیا کتنې په اړه څېړونکي څه وايي؟


واشنګټن – په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایران د اټومي تړون بیا کتنه پیلوي، ددغه تړون ملاتړي وايي، دی به د بریا لپاره اوږد وخت ته اړتیا ولري او مخالفین وايي، چې بایډن باید په تهران باندې د فشار راوړلو لپاره تر دې هم په یو سخت تړون باندې کار وکړي.‌

د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د ایران او د ملګروملتونو د پنځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د تړون له مخې باید ایران له اتو څخه ۱۵ کالو پورې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي‌او ددې په بدل کې به پرې بندیزونه نرم کېږي.

پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون څخه ووته او وویل چې تړون د ایران پرضد کافي سخت نه وو. له دې امله بیا ایران د ۲۰۱۹ کال راهیسې د تړون له حدودو څخه تیری کړی دی.‌

بایډن د جمعې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه د مونیخ انلاین امنیتي کانفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل،

"مونږ تیار یو چې له پنځه جمع یو هېوادونو سره د ایران د اټومي تړون پرسر خبرې بیا پیل کړو."

بایډن ژمنه کړې چې له ایران سره اټومي تړون ته به بېرته راشي خو کچېرې ایران لومړی په بشپړه توګه د تړون شرایطو ته راوګرځي.

بایډن همدارنګه د اروپايي ټولنې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې هغه وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی چې د نړۍ شپږ هېوادونه او ایران دې په یوې غیر رسمي لیدنه کې ګډون او په دې خبرې وکړي چې څه ډول به دغه تړون ته بیا کتنه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، امریکا به داسې یوه بلنه ومني. د بایډن ادارې د ایران په وړاندې دوه نور ګامونه اخیستي چې یو د امنیت شورا ته د ټرمپ د هغه وړاندیز په شا کول وو چې د بندیزونو لپاره شوي وه چې بیا د امنیت شورا لخوا رد شو او بل د هغو ایراني ډپلوماټانو په اړه د ځینو سفري بندیزونو نرمېدل وو کوم چې په نیویارک کې د ملګروملتونو په دفتر کې کار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ټویټر باندې غوښتي وو چې امریکا دې بې له شرطه ټول هغه بندیزونه له ایران څخه لیرې کړي کوم چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې د ټرمپ د ادارې لخوا په ایران د زیات فشار راوړلو تر نامه لاندې لګېدلي دي.

د ټرمپ ادارې ویلي وو چې دا بندیزونه ددې لپاره لګوي چې ایران اټومي وسلې جوړې نه کړي خو ایران دا ردوي.

ظریف دا هم ویلي، چې ایران به له تړون څخه خپلې ټولې سرغړونې بېرته سمې کړي کچېرې امریکا په تړون باندې ودرېږي.

د امریکا غږ فارسۍ څانګې د جمعې په ورځ په دې اړه یو شمېر مرکې کړي چې په هغو کې یوه د بحران له نړیوالې ډلې څخه له ایراني څېړونکي علي واعظ سره وه.

دی وايي، دا به د بایډن لپاره امکان و نه لري چي د امریکا ټول بندیزونه په لنډ وخت کې لېرې کړي ځکه په کانګرس کې د اقلیت ریپلېکنز لخوا به ورسره مقاومت وشي.‌

هغه همدارنګه وویل، د امریکا اقدمات داسې نه ښکاري چې ایران به وهڅوي چې له هغو ګواښونو لاس په سر شي چې وايي د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ مفتشین به د ایران له اټومي سایټونو څخه لیدنې ته پرې نږدي چې غواړي د نهې یا سې شنبې په ورځ خپله لیدنه پیل کړي.

له دې کار سره به له اټومي تړون څخه د ایران سرغړونې نورې هم زیاتې شي.‌

خو واعظ وايي، "په ورته وخت کې د بایډن لپاره چې له ایران سره د خبرو لپاره رضا ښيي په خپله د دواړو لورو لخوا د تړون د بیا کتنې د ګډ حل لپاره یو مهم ګام دی او دا په دې معنی چې د زیات فشار دور پای ته رسېدلی."

په ویانا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی سلاکار او د ایران د اټومي تړون ملاتړی بهروز بیات وايي، امریکا، د نړۍ قدرتونه او ایران بله لاره نه لري مګر دا چې د ایران اټومي‌ تړون پر ځای وساتي.‌

بیات وویل، "د نورو پالیسیو پالل لکه په ایران باندې د فشار زیاتوالی،‌ بندیزونه او یا د ایران لخوا د اټومي پروګرام پرمخ بیول یو هم جګړه پای ته نشي رسولی."

بایډن ویلي، له ایران سره اټومي تړون ته بېرته ګرځېدلو لپاره د ایران لخوا د تړون ټولو مادو ته بشپړه ژمنتیا د ددغه تړون د ځواکمنتیا په لاره کې د هغه لومړی ګام دی او د تړون د پراخوالي لپاره باید ایران په منځني‌ ختیځ کې د بې ثباتۍ کارونه پرېږدي چې په هغو کې دهغو مسلمانو ملیشو ملاتړ هم دی کوم چې د امریکا او د امریکا د سیمیزو متحدینو په وړاندې جګړه کوي.‌

له بروکینګ انسټیټیوټ څخه د ایران د تړون انتقاد کونکی مایکل اوهانن وايي،‌ بایډن له هغه مالي امتیاز څخه چې ټرمپ د امریکا په بندیزونو جوړ کړی د یو داسې نوي تړون په اخیستلو کې ګټه واخلي چې د ایران د یورانیمو غني کول او داسې نور اټومي پروګرامونه په بې ساري توګه محدود کړي چې ترې وسلې جوړېدای شي.

د ولسواکیو د دفاع له بنسټ څخه د ایران د تړون یو بل مخالف بهنام بن طالبلو وايي، بایډن باید په ایران باندې فشار راوړي چې ډیپلوماسۍ ته راواوړي او په خپل کور او ګاونډ کې د خپلو ملیشو له ملاتړ څخه لاس واخلي چاچې په عراق کې په امریکايي ځواکونو او همدارنګه د امریکا په متحدینو لکه اسرایلو او سعودي عربستان باندې په وروستیو لسو کلونو کې بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه.

"واشنګټن باید له سیمیزو شریکانو لکه اسرایل او سعودي عربستان سره کار وکړي او له ایران سره د یوه ستر، پراخ او غوره تړون په برخه کې د هغوی نظریات راټول کړای شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG