لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کرونا څخه د مړينو شمېره پينځه لکه ته نزدې شوې


په امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره څلور لکه 98زره883 ته رسېدلې ده.

سپينې ماڼۍ د ګل/دوشنبې په ورځ دستوره تابيا کړې چې پکې به صدر جوبايډن وېنا کوي او د کرونا وبا له امله مړه شوو ته به د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په 192 هېوادونو کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 24 لکه 66زره 241 کسان مړه شوي دي.

د کرونا څخه په مړينو کې تر ټولو زياتې مړېنې په امریکا کې شوي او په دوهم نمبر زيات مړي په برازیل کې دوه لکه 46زره 504 کسان مړه شوي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په امريکا کې تراوسه پورې دوه کروړه، 81لکه 33زره 699 کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

په امریکا پسې هند په دوهم نمبر دی چې پکې يو کروړ 10لکه پينځه زره 850 کسانو ته کرونا ورپورې شوې، او په هند کې د دې وايرس نه يو لک 56زره 385 کسان مړه شوي دي.

په برازيل کې يو کروړ يو لک 68زره 174 کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې 12زره 617 کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې په 55زره 604 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او 2432 ترې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG