لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د افغانستان د سولې خبرې مثبت لوري ته روانې دي


پاکستان وايي "د افغانستان د سولې خبرې د مثبت پرمختګ په لوري روانې دي په دې کې به ځينې خنډان وي خو دغه خنډان به د وخت سره لرې شي او د پاکستان مثبت رول په دغه لړ کې ښکاره ده د پاکستان امن د افغانستان سره تړلی دی".

دغه خبرې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ګل/ دوشنبې په ورځ (22 فرورۍ) خبري غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

هغه وويل د پاکستان امن د افغانستان د امن سره تړلی دی پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې خپل رول ادا کړی او هر څوک يې اعتراف کوي، پاکستان په دغه لړ کې د سهولت کار رول ترسره کړی او ترسره کوي.

هغه وويل هلته به فېصلې د هغه ځای خلک کوي د افغانستان ولس، مشرتابه او نور به پرېکړه کوي چې څنګه مخ په وړاندې لاړ شي.

د امریکا لخوا د طالبانو سره د فرورۍ 2020 لوظنامې ته د بيا کتنې په اړه هغه وويل امریکا ويلي هغه لوظنامې ته بيا کتنه کوي او په دغه لړ کې ټول څيزونه مخ په وړاندې خوشبينه روان دي.

د پاکستان پوځي وياند دغه خبرې په داسې حال کې کړي د تیر کال د ستمبر په میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پېل شوي چې پکې بيا د ځنډ ښکار شوي هم دي، او په وروستيو کې چې د امریکا صدر جوبايډن ویلي د 29م فرورۍ 2020 لوظنامې ته به بيا کتنه کوي له دغې وروسته بيا دغه خبرې ودرېدلې وې.

خو د ګل په ورځ د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په ټویټر ویلي وو د دواړو فريقو مشرانو په ښه ماحول کې ليدلي او په دې صلاح شوي چې دغه عمل به مخ په وړاندې دوام ولري.

په پاکستان کې د ردالفساد عمليات

د پوځ وياند وویل، په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017م نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.

هغه وويل په څلور کلونو کې 353 ترهګر وژل شوي دي. د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار 84 فيصده پوره کړی شوی او د ايران سره په پوله د 43 فيصده نه زيات کار ترسره شوی دی 497 پوستې جوړې کړی شوې دي.

د پوځ وياند وویل، په قبايلو علاقو کې په ردالفساد کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دو سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

د پوځي عدالتونو د تفصيل په اړه هغه وويل نيشنل اېکشن پلان جوړ کړی چې ترمخه يې پوځي عدالتونه قايم کړی شوي 717 مقدمې ورته راوړل شوي عدالتونو په 344 قضيو کې د مرګ سزاګانې اورولي د 58 ترهګرو سزا عملي شوې، 106 ته د عمر بند سزا اورول شوې او 195 ته د بند سزاګانې اورول شوي دي.

هغه وویل د کال 2017 نه تر اوسه پورې په ترسره شوو عملياتو کې د 450 پورې سرتيري هم وژل شوي دي.

په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ ویاند وویل، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG