د امریکې د صدر جوبايډن په لارښوونه امریکايي پوځ د شمام په ختيځه علاقه کې د ايران ملاتړې ملېشې مرکزونه په نخښه کړي دي.
د امریکې د دفاع د محکمې پېنټاګون وياند جان کربي ویلي د صدر جوبايډن په لارښوونه د زيارت/ پنجشنبې په ماښام فضايي عملیات ترسره شوي او د ايران ملاتړې ملېشه پکې په هدف کړی شوې ده.
تراوسه دا نه ده مالومه شوې چې په عملياتو کې څومره تاوان اړول شوی خو ويل شوي په عملياتو کې د اړي ګړي کمېدو خیال ساتل شوی دی.
جان کربي ویلي، صدر جوبايډن ویلي چې د امریکايانو او د امريکې د اتحاديانو د ساتنې دپاره هر ګام پورته وي.
ويل شوي دغه عملیات په ځواب کې شوي او د امریکا هدف په ختيځ شام او عراق کې په ټوله کې اړی ګړی کمول دي.
کربي ویلي د زیارت په ماښام د شام پولې ته نزدې د ايران ملاتړې ملېشې کتایب حزب الله او کتایب سیدالشهدا مرکزونه په هدف کړی شوي دي.
په وروستيو کې په عراق کې د امریکا د پوځ په مرکز راکټي بريدونه شوي وو.
په 15 فرورۍ د اربيل د نړيوالې هوايي اډې سره نزدې د امریکا د پوځ په مرکز راکټ توغول شوې چې پکې يو امریکايي کنټرېکټر وژل شوی او د څو نورو په ګډون يو پوځي سرتيری هم ژوبل شوي وو.
د ياد بريد په دوېمه ورځ هم د عراق په شمال کې امریکايي مرکز په نخښه کړی شوی چې په نتيجه کې يې يو کنټرېکټر ژوبل شوی وو.
د ګل/ دوشنبې په ورځ هم د عراق په ګرين زون کې راکټ ويشتل شوی چرته چې د امریکا په ګډون د څو ملکونو سفارتخانې دي.
روانه اوونۍ د ايران ملاتړي تنظيم کتايب حزب الله په امريکايي ځواکونو په بريدونو کې لاس لرل رد کړي وو.
خو عراقي چارواکو ویلي د وروستیو بريدونو زمه واري ځينې وړو تنظيمونو قبول کړې چې هدف يې د امریکايي پوځ ويرول وو.
په کال 2019 کې امریکې په عراق کې عمليات کړي چې پکې د ايران د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر قاسم سلېماني او د کتايب حزب الله ملېشې مشر وژل شوي وو.