دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي په افغانستان کې روانه جګړه د واک لپاره ده اؤ د واک تر لاسه کولو تر ټولو غوره لاره د سولې تړون دی.
دافغان دفاعي اؤ امنیتي ځواکونو دملي ورځې په مناسبت کابل کې راجوړې شوې دستورې ته پخپله وینا کې ښاغلي غني ویلي طالبانو داسې فکر کولو چې یا خو دولت ته سقوط ورکړي یا هم دافغانستان خاوره وویشي خو افغان ځواکونو پخپلې مړانې سره د هغوئ د ارادو مخه ونیوله.
اشرف غني ویلي دافغانستان راتلونکی ولسمشر به د ولس لخوا ټاکل کیږي اؤ افغان ځواکونه به ثابتوي چې دملت په اراده به قانوني بدلون مخې ته راځي.
تر دې وړاندې طالبانو په اشرف غني غږ کړی ؤ چې د واک څخه په تېریدو باید افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي خو اشرف غني ویلي وؤ هغه به واک یوازې هغه چاته سپاري چې د ټاکنو دلارې بریالی شي.
ولسمشر وویل افغانستان یوه داسې تل پاتې سوله غواړي چې دعزت ډکه وي اؤ دافغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو په مټ دخلکو په اراده رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې دافغان دولت مرکچي پلاوي اؤ طالبانو دتېرکال راهسې دسولې بین الافغاني خبرو ته ناست دي خو په دغو خبرو کې تر اوسه کوم ډاګیز پرمختګونه مخې ته نه دي راغلي اؤ دخبرو ترڅنګ افغانستان کې دجګړو لړۍ هم چټک شوې ده.
امریکې اؤ طالبان هم تیرکال دفرورۍ په میاشت کې د سولې تړون کړی ؤ چې ددغه تړون له مخې به د راتلونکې مئ میاشتې پورې امریکې دافغانستان څخه خپل ټول ځواکونه ویستل خو دجوبائیډن په مشرۍ امریکا کې دنوې انتظامیې رامنځته کیدو سره سم امریکې ویلي چې طالبانو سره دسولې شوي تړون ته به بیا دسره کتنه کوي