لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیوې میاشتې په مهال پاکستان کې دجبري بې درکیو ۱۴۴نورې پېښې مخې ته راغلي دي،دولتي کمیشن


پاکستان کښې دبې درکه تنانو د موندنې دپاره جوړ حکومتي کمیشن وئیلي دي چې تېره یوه میاشت کښې یې د بې درکه تنانو ۱۵۴ قضیې یا کیسونه هوار کړي خو په دې یوه میاشت کښې دخلکو دبې درکېو نورې ۱۴۴پېښې هم ثبت شوي دي.

دکمیشن وینا ده چې مخې ته ورغلو دبې درکیو ۷۰۸۸ پېښو کې یې ۴۹۷۶ هوارې کړي دي .

د بې درکه کسانو دموندنې دپاره فعالیت کوونکي دا حکومتي شمیرې ناسمې ګرځوي اؤ وایې چې ګرد هېواد کښې د زرګونو په شمیر خلک بې درکه دي.

د کمیسون لخوا دخپور شوې رپورټ ترمخه تېره میاشت کمیسون دمارچ ۲۰۱۱م څخه یې تر اوسه په ټولیزه ټوګه د۱۵۴کسانو دلادرکه کېدو قضیې هوارې کړي دي،چې هغې کې ۱۱۲ د بلوچستان، ۲۸ د سندهـ، اته د خیبر پښتخوا اؤ یوه د پنجاب صوبې څخه وه.

کمیشن دعوه کړې چې پلازمینې اسلام اباد څخه یې هم د لادرکیو پينځه قضیې هوارې کړي دي.

پاکستان کښې زیات خلک د بلوچستان صوبې نه بې درکه دي اؤ په دغه صوبه کې دبې درکه کسانو دمونې دپاره په فعالیت بوخت تنظیمونه اؤ خلک دبې درکه کسانو دموندنې دکمیشن شمیرې ناسمې بولي.

بلوچستان نه دبې درکه کسانو دموندنې دپاره په مبارزه بوخت ماما قدیر دعوه کوي چې یوازې دې صوبې نه۲۵ؤ‌ زرو څخه زیات تنان بې درکه دي.

همدا شان دپښتون زغورنې غورځنګ هم دعوه لري چې پخوانیو قبائلي سیمو نه څلورو زرو نه زیات کسان بې درکه دي.

د پي‌ ټي ایم له مخې دا هم هغه شمیره ده چې د بې درکه تنانو خپلوانو غورځنګ ته خپله ورکړې ده اؤ اصل شمیرې له دې هم زیاتې دي.

د پښتون زغورنې غورځنګ فعال عالمزیب میسد وایي چې ددوئ لخوا داحتجاجونو نه وروسته ډیر بې درکه کسان بیرته خپلو کورونو ته رسېدلي دي خو د خلکو په زوره د بې درکه کولو لړۍ اوس هم روانه ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې عالمزیب مسید ویلي کوم خلک چې وړاندې بې درکه وؤ هغوئ کښې زیاترو ته اوس ددوئ لخوا د شوؤ احتجاجونو نه وروسته پوځي عدالتونو سزا ګانې اورولې دي.

د بې درکه تنانو د پاره د جوړ کمیشن مشر جسټس( ر )جاوید اقبال دوه ځله بلوچستان نه دبې درکه تنانو خپلوانو سره لیدلي هم دي اؤ هغوئ ته یې باور ورکړی چې بې درکه کسان به یې معلوم کړل شي.

په دې وروستیو کې حکومت وئیلي وؤ چې زر به پارلمان ته یوه داسې قانوني مسوده وړاندې کوي چې له مخې به یې په جبر دیو چا بې درکه کول تښتونه ګڼل کیږي اؤ هغوئ ته به په دې جرم قانوني سزا ورکول کیږي.

خو دبلوچستان صوبې نه دبې درکه حسان قمبراني خور حسیبه قمبراني وایې چې قانون جوړولو نه زیات په قانون دعمل ضرورت دی.

ډيوه سره خبرو کې هغې ویلي کوم بې درکه تنان چې بیرته کورونو ته رارسېدلي باید حکومت د هغوئ نه پوښتنې وکړي چې چا تښتولي وؤ اؤ چې څوک یې تښتونه کې ککړ وي باید هغوئ ته سزاګانې ورکړل شي.

پاکستان کښې دبې درکه تنانو خپلوان زیاتره په پوځ اؤ استخباراتي ادارو د خلکو په زوره تښتونې تورونه لګوي خو پوځ دغه تورونه ردوي.

دبې درکه کسانو دموندنې دکمیشن مشر جسټس ر جاوید اقبال په دې وروستیو کې د سینټ قائمه کمېتې ته مخامخ منلې وه چې ۱۵۳ دا سې تنان یې معلوم کړي چې استخباراتي ادرو د پاره کار کوي اؤ دخلکو په تښتونه کې ککړ پاتې شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG