لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو یواځینۍ لاره ټاکنې دي


واشنګټن - افغان ولسمشر اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د هغه حکومت تیار دی چې د نویو انتخاباتو پرسر ورسره خبرې وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې هر نوی حکومت باید د ډیموکراټیکو لارو څخه رامنځ ته شي.

اشرف غني‌ وویل، "مونږ تیار یو چې د نړیوالې ټولنې په حضور کې ازاد، شفاف او د ټولو په ګډون ټاکنو په اړه خبرې وکړو. مونږ همدارنګه کولای شو چې د ټاکنو د نېټې په اړه خبرې وکړو او یوې نتیجې ته سره ورسېږو."

ښاغلي غني دغه څرګندونې د افغانستان د پارلمان د دریم تقنیني کال د پرانېستې په غونډه کې وکړې.

ولسمشر غني زیاته کړه، "زه هغو ته توصیه کوم چې یوې او بلې دروازې ته د قدرت د ترلاسه کولو لپاره ورځي وايم چې په افغانستان کې سیاسي قدرت یو دروازه لري او کلي یې د افغانانو رایه ده."

ولسمشر غني د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تېره اونۍ په کابل کې ولیدل تر څو له طالبانو سره د سولې د ولاړو خبرو په برخه کې یو خوځښت رامنځ ته شي.‌

زلمی خلیلزاد په کابل کې له خبرو وروسته بېرته قطر ته ورغلی دی.‌

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل،

"هره اداره کولای شي د افغانستان د مسلې د حل لپاره د خپلې خوښې وړاندیز پر کاغذ ولیکي. داسې کاغذونه په تېرو وختونو کې هم لیکل شوي دي او په راتلونکې کې به هم ولیکل شي. زمونږ ضمانت زمونږ اساسي قانون دی."

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې بیا کتنه پيل کړې ده چې په هغې کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې له طالبانو سره شوی تړون هم شامل دی چې له مخې یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره شوې.

افغان چارواکي او د لویدیځ ډپلوماټان وايي، چې خلیلزاد له کابل څخه د خپلې لیدنې پر وخت د موقتي حکومت نظریه له ځانه سره افغانستان ته وړې وه.

خو غني وویل،‌ یواځینې لاره چې حکومت پرې جوړېږي هغه باید ټاکنې وي.

غني چې دوه کاله مخکې د خلکو په رایه ټاکل شوی لا یې د خپلې دورې نیمايي نه ده پوره کړې.‌

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تېر سپټمبر د میاشتې راهیسې د خبرو له پیل راهیسې په افغانستان کې تاوتریخوالی او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.

د لویدیځ امنیتي چارواکي وايي، مخالفینو چې پخوا یې په لېرې پرتو سیمو کې زیاته برخه په لاس کې وه اوس د ښارونو شاخوا نیولو پسې روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG