لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهانه وایي دای پي ایس پېښه کې دخپل ماشوم زوئ وژنې ورته دمبارزې نوې جذبه ورکړې


"ما خو چرته دا سوچ هم نه ؤ کړی چې د آرمي پبلک سکول په څېر لویې ادارې کې به داسې غمیزه رامینځ ته کیږي او زه به پکې خپل زوئ اسفند خان بایلم.دغې پیښې بیخي زما ژوند بدل کړو"

ددې خیالاتو څرګندونه آرمي پبلک سکول پیښور کې په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې د وژل شوي زده کونکي اسفند خان مور میرمن شاهانه اجون وایس آف امریکا ډیوه سره د مرکې په وخت کړې دي.

میرمن شاهانه وایي وړومبی خو دهغې مازغو کار نه کولو چې ګنې زوئ یې دې پیښه کې وژل شوی دی خو بیا چې یې زوئ کور کې نه لیدو نو ورته احساس وشو چې دوئ سره ډیر ظلم شوی دی

میرمن شاهانه وایي "خو دې غمیزې ماته همت هم راکړو. ځکه چې دې شپږو کالو کې ما د انصاف لپاره مبارزه وکړه"

شاهانه اجون زیاته کړه یو داسې ځائ به نه وي پاتې چرته چې به هغې خپل غږ نه وي پورته کړی.

هغه وایي "خلق مې منظم کړل. ځکه چې ماته معلومه وه زما یوازې مبارزه به خاص نتیجه ورنکړي نو ما نورې میندې وهڅولې چې خپلو ماشومانو ته د انصاف لپاره غږ پورته کړي"

میرمن اجون وایي پښتونخوا غوندې ټولنه کې دا ګران کار ؤ چې زنانه دې راپاڅي او په مطبوعاتو کې دې د شوي ظلم خلاف او د خپل حق لپاره غږ پورته کړي.

هغې وویل د ای پي ایس د غمیزې نه وروسته ټول سیاسي مشران یو خوله شول، د نیشنل ایکشن پلان په نوم یې د ترهګرۍ په ضد تګ لیاره جوړه کړه خو په دې پلان سم عمل ونه شو نو ځکه مونږ ګورو چې د یوې غمیزې نه وروسته بله رامینځ ته کیږي.

شاهانه اجون وایي د انصاف غوښتو لپاره هغوئ سترې محکمې پورې لاړل ځکه چې ورته معلومه ده چې مبارزه د غټو طاقتونو خلاف ده چې پکې اسټیبلشمنټ او حکومت شامل دي.

"دې پیښه کې ډیر غټ لاسونه ککړ دي. نو ددغې قوتونو خلاف غږ پورته کول اسان کار نه ؤ. اوس هم زما په فکر دا اسان کار نه دی خو مونږ به غږ پورته کوو ځکه چې مونږ خپل بچي بایللي دي"

د ای پی ایس د عدالتي کمیشن د راپور په هکله میرمن شاهانه اجون وویل راپور کې ځیني نکتې زمونږ حق کې دي خو زیاتې نکتې زمونږ حق کې نه دي.

هغه وایي "مونږ هر حالت کې انصاف غواړو. پکار خو داده چې کوم تنان په ذمه وارو چوکیو ناست دي. مراعات اخلي. د هغوئ نه تپوس پکار دی. چې هغوئ ته سزا ورکړی شي نو لاندې به معاملات خپله سم شي"

میرمن شاهانه اجون وایي د مبارزې په وخت یې نه ورځ ته کتلي، نه یې شپې ته کتلي. بس دې ته یې کتلي چې څنګه به انصاف ترسره کړي؟

هغه وایي "ماته د خپلې مبارزې یوه یوه ورځ اؤ هره لمحه یاده ده اوس مې اراده کړې چې دغه ټول یاداښتونه کتابي شکل کې راغونډ کړم. راروانو نسلونو ته وښایم چې ښځو کې دومره طاقت دی چې دنیا بدلولی شي"

په پېښور کې د کال 2۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م په ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو چې پکې زياتره د سکول ماشومان وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.

په دغه انسانیت سوزه پېښه کې د قرباني شوؤ زیاترو ماشومانو میندې،پلرونه اؤ عزیزان وایي چې پېښه کې د مړو شوؤ ماشومانو قبرونه په شپږ اووه کلنه موده کې زاړه شوي دي خو دهغوئ په زړونو د دوئ د جدایۍ لګیدلي زخمونه نن هم تازه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG