لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته دخلیلزاد سفر،امریکا پاکستان نه څه غواړي اؤ داسلام اباد کردار ته دکابل نظر څه دی؟


څېړونکي دافغان کشالې دهواري لړ کې اسلام اباد ته دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اوسنی سفر زیات مهم بولی اؤ وایي د پخوا په څېر د جو باېډن نوې انتظاميه هم د افغان کشالې د هواري په لړ کې د پاکستان رول ته ارزښت ورکوي.

څېړونکي په دې نظر دي چې دخليل زاد دا سفر ښایي امریکا د افغان کشالې په سوله ايز هواري کې د افغانستان د ګاونډى هېوادونو کردار په پام کې نیولی دی.خو افغان چارواکي دپاکستان کردار ته دشک په نظر ګوري.

تیره ورځ د افغان سولې دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر امريکایي جنرال اسټن مېلر د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدنه کړې وه.

د پاکستان پوځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې دواړو خواؤ د افغان سولې د عمل په اړه خبرې اترې کړي دي او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په خبر پاڼه کې ویل شوي چې زلمې خليل زاد په دې ملاقات کې د افغان سولې عمل کې د پاکستان د کردار په ارزښت زور راوړی دی.

زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې امریکا په دې وروستیو کې دافغان شخړې دسیاسي هواري دپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی رحیم الله یوسفزی وایي دافغان کشالې په هواري کې دپاکستان کردار وړاندې هم مهم ګڼل کیدو ځکه خو امریکا په دې لړ کې پاکستان سره پرله پسې په تماس کې ده اؤ ددغه ستونزې په هواري کې داسلام اباد ملاتړ غواړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رحیم الله یوسفزي ویلي دجوبائیډن انتظامیه چې دافغان کشالې دهواري دپاره کومه نوې کړنلاره جوړوي دهغې کړه وړه اوس ورو په ورو رابرڅېره کیږي.

هغه وایي امریکا چې دملګرو ملتونو دسیوري لاندې دافغان کشالې د پرامنه هواري دپاره په ممکنه ډول دجرمني بون ښار کې دیوې غونډې رابللو کومه تابیا کړې ده هغې کې به هم پاکستان ته دګډون بلنه ورکولی شي.

هغه وایي په دې غونده کې به دنورو هیوادونو ترڅنګ امریکا،روس اؤ چین هم ګډون کوي .

دخبریال رحیم الله یوسفزي په وینا "د ټولو هیوادونو دافغانستان په هکله خپل یو نظر دی اؤ خپل تحفظات لري ، روسیې یا چین سره داغم دی چې هلته دداعش وسله وال اؤ مخدره مواد دي، یا هم پاکستاني طالبان اؤ بلوڅ هم هلته ناست دي ، نو ټول دا غواړئ چې دهغوئ کوم تحفظات دي چې هغې ته باید توجو وشي"

هغه وایي فکر کوي چې په دې راجوړیدونکې غونډه کې به دا ټولې خبرې کیږي اؤ په دې هکله ځېنې مهې پرېکړې هم کیدای شي.

دمردان د عبدالولي خان پوهنتون دنړیوالو اړېکو دڅانګې مشر ډاکټر عبدالشکور خان وي او ای ډیوه ته ویلي د امریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ په مهال طالبانو سره د سولې شوي تړون کې د تشدد کچه راټیټول اؤ بین الافغاني مذاکرات مهم ټکي دي اؤ امریکا غواړي چې په دې لړ کې پاکستان خپل کردار ولوبوي.

هغه وایي دافغانستان دبیلابیلو ډلو ترمنځ خبرو کې چې دپاکستان کوم کردار دی هغې ته له دوؤ نظرونو یا زاویو سره کتل کیږي، یو نظر دادی چې پاکستان په څه ډلو ډير اغېز لري.

دهغه په وینا افغانستان کې داسلام اباد کردار ډير مهم دی خو دافغانستان دننه دې کردار ته په ښه نظر نه کتل کیږي ،اؤ بل دا چې دامریکا لخوا په پاکستان فشار دی چې پاکستان باید خپل کردار ولوبوي اؤ ددې قضیې یوه غوڅه پائیله مخې ته راوړي.

رحیم الله یوسفزی هم وایي چې دافغانستان ځېنې دولتي چارواکي دپاکستان کردار ته دشک په نظر ګوري اؤ نه غواړي چې دسولې په عمل کې پاکستان ډير ښکاره اؤ مهم کردار ولوبوي .

هغه وایي افغان چارواکي یوازې دپاکستان څخه دا غواړي چې وسله وال طالبان ډزبندۍ ته وهڅوي اؤ ګټورو خبرو اترو ته یې کښینوي.

څو ورځې وړاندې دافغانستان ولسمشر اشرف غني دپارلیماني کال دپیل غونډې ته خپله وینا کې په پاکستان غږ کړی ؤ چې دافغان سولې هواري کې خپل ریښتوني کردار ته راوړاندې شي اؤ دافغانستان خپلواکي دې د زړه نه اومني.

پاکستان وایي دافغان سولې شخړې هواري کې یې زړه پورې کردار ترسره کړی اؤ طالبان یې امریکا سره سولې اؤ بین الافغاني خبرو ته کښینولي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG