لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسې ماسکو کې دافغانستان په اړه غونډه دکومو مقصدونو دپاره رابللې ده؟


څېړونکي وايي دمارچ د۱۸مې نېټې څخه په ماسکو کې دافغانستان په هکله د راجوړېدونکې غونډې مقصد د افغانستان څخـه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتنې وروسته د طاقت تشه ډکول او دغه هېواد د بې ثباتۍ لوري ته تلو مخه نيول دي.

روسیې تابیا کړې ده چې د۱۸م کارچ څخه په ماسکو کې دافغان سولې په اړوند یوه درې ورځنۍ غونډه راجوړوي چې په دې غونډه کې د افغانستان سياسي مشرانو، طالبانو، امریکا، چین او پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ځنې څېړونکي دا هم وايي روس نه غواړي چې د افغانستان د بې ثباتۍ اغېزې ددغه جنګ ځپلي هېواد په نزدې ګاونډي هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان وشي او داسې په دغو هېوادونو کې د روس ګټې د خطر سره مخامخ شي.

افغانستان لپاره د روس د صدر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي دا یو کانفرنس نه دې بلکې دا په مشاورت ګډه يوه غځېدلې غونډه ده چې د مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه به د روس سرښار ماسکو کې پیل کېږي.

د افغانستان لپاره د روس ځانګړې استازي ضمیر کابلوف د تېرې فرورۍ په ۱۹مه نېټه د پاکستان د سفر په ترڅ کې ددغه غونډې را جوړولو په پروسه د اسلام اباد سره هم خبرې کړې وې او پاکستان ددې غونډې نه خپل ملاتړ اعلان کړې ؤ.

ددفاعي چارو څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال ليفټننټ جنرال رېټاېرډ طلعت مسعود وي او ای ډيوه ته وايي ددې غونډې مقصد دا دی چې کله د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه اوځي او هلته د طاقت کومه خلا یا تشه پېدا شي، هغه دې ډکه کړي او په افغانستان کې خپل نفوذ سيوا کړي.

هغه وايي روس به دا هڅه هم کوى چې په افغانستان کې د طاقت ځاندره له هغه خلکو جوړه شي چې د هغه لپاره ګټور وي او د ده سره ښې اړیکې ولري.

د طلعت مسعود وايي د هغه په اند روس هم په دې اساس دا کانفرنس کوي او غواړي چې د افغانستان په معامله کې خپل ارزښت هم مخې ته راوړي او خپلې اندېښنې هم مخې ته کېږدي.

د روسیې لخوا د افغان امن بهير کې د پرمختګ لپاره دا غونډه په داسې حال کې رابلل شوې ده چې امریکا هم دافغان سولې دې لړ کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

اوړمه ورځ د کابل او دوحې د سفر وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان سفر هم کړی ؤ او په اسلام اباد کې یې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه او سفارتي چارواکو سره ليدنې کړې وې.

څېړنکار او د منځنۍ اېشيا د چارو شنونکي سرفراز خان وي او ای ډيوه ته ویلي دا د روس يو غوره ګام دی او هڅې کېږي چې څنګه افغانستان کې ډزبندي وکړي او د کشالې سوله ايز هواری راوباسي.

هغه وايي روس ګني که په افغانستان کې بې ثباتي راځي نو د هغې نېغ په نېغه اغېرې به د منځني ایشيا په هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان کېږي ځکه چې دا هیوادونه د افغانستان سره شريکې پولې لري.

دنوموړي په وینا ترکمانستان د سيمې هېوادونو ته د تېلو ستر رسوونکی هیواد دی او لار یې په روس تېري. روس به نه غواړي چې په دغو هیوادونو کې د هغه ګټو ته نقصان ورسيږي.

د افغان سولې عمل دا وخت د ځڼد ښکار دی او امریکا غواړي چې د طالبانو سره د کال 2020 د سولې د تړون په اساس د راتلونکي مئ میاشتې پورې خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي.

د امریکا د جو باېډن انتظاميې هم دملګرو ملتونو دسیوري لاندې د روس، چين، پاکستان، ایران او هندوستان د خارجه وزیرانو او سفيرانو د يوې غونډې رابللو تابیا کړې ده چې ترڅو د افغانستان د سولې په اړه ددغه هېواد د ګاونډي ملکونو رایې معلومه اؤ يوه ګډه تګلاره جوړه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG