لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائیلي ضلعو دپاره دشخړو دهواري نوی نظام،څېړونکي یې دایف سي ار دویم شکل ګڼي


دخیبر پښتونخوا حکومت وایي په دغه صوبه کې نوؤ ورګډو شوؤ قبائیلي ضلعو کې د شخړو د هواري لپاره نوی نظام راوړل غواړي .

دې نظام ته د ای ډي آر یا الټرنیټ ډسپیوټ ریزولوشن نوم ورکړی شوی دی اؤ د اطلاعاتو لپاره دصوبې د اعلا وزیر مرستیال کامران بنګش ویلي دي، دې سره به سیمه کې د زمکو شخړې ختمې او په عداتي نظام فشار کم شي.

خو قانون پوهه نورعالم ایډوکیټ ډیوه ته وایي هغه پیښور هایي کورټ کې وړاندې شوی نظام چیلنج کړی دی ځکه چې دا هیواد کې د موجوده عدالتي نظام متصادم دی.

دغه راز د شمالي وزیرستان څخه د صوبایي اسمبلۍ غړی میرکلام هم وایي کله چې دغه مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړل شي نو هغوئ به یې کلک مخالفت کوي ځکه چې دا د ایف سي آر دویم شکل دی.

د اطلاعاتو لپاره د اعلا وزیر مرستیال کامران بنګش مطبوعاتي غونډې ته ویلي دي کله چې د پنځه ویشتم آیني ترمیم نه وروسته فاټا خیبر پښتونخوا کې ضم شوه نو یو شمیر آیني، قانوني او انتظامي ستونزې وې.

هغه وایي قبایلي ضلعو کې د یو قوم یا افرادو یو،بل سره د زمکو ډیرې لانجې وې نو حکومت فیصله وکړه چې د ثالثۍ یا دریم ګړتوب یو داسې نظام جوړ کړي چې دغو سیمو کې په عدالتونو فشار هم کم شي او شخړې د جرګو له لیارې هوارې شي.

هم ددغه نظام په هکله چې وایس آف امریکا ډیوه د قانون پوهه نورعالم ایډوکیټ سره خبرې وکړې نو هغه وویل دوئ دغه نظام پیښور هایي کورټ کې چیلنج کړی دی ځکه چې دا هیواد کې د موجوده عدالتي نظام سره په ټکر کې دی.

هغه وویل د درې اویایم اساسي قانون وایي عدلیه به د انتظامیې نه جدا وي. خو ددې باوجود دا نه ده معلومه چې د ای ډي آر مشر به څوک وي. ټولې خرچې به ولس برداشت کوي. دې کې د اپیل لیاره نیشته.

دهغه په وینا ددې نظام دلارې د عدلیې یو متوازي یو نظام جوړیږي. دې سره به ټولې صوبې کې د فاټا غوندې نظام جوړ شي.

ښاغلي نور عالم زیاته کړه که دا نظام نافذ شو نو صرف د ضم شوو ضلعو لپاره نه بلکې د ټولې صوبې لپاره به وي. نه یوازې قانون پوهان بلکې د بشري حقونو تنظیمونه به یې هم مخالفت کوي.

دغه راز دشمالي وزیرستان څخه د صوبایي اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر وایي د پخوانۍ فاټا خلق چې پښتونخوا کې ورګډیدل نو د ایف سي آر نه تنګ شوي وو. صوبې کې رایج قانون یې غوښتو خو اوس د ای ډي آر په نوم یو ځل بیا د ایف سي آر د نافذولو هڅې راونې دي.


هغه وایي "دا به د ایف سي آر نه بدل څیز نه وي. مونږ خو صوبې کې ځکه ورګډ شوي وو چې صوبې کې د خلقو کوم حقونه دي هغه دې مونږ ته هم راکړل شي. دلته چې کوم قانون دی هغه دې فاټا کې هم نافذ شي. نو اوس مونږ څنګه دا دعوا کولی شو چې مونږ د خیبر پښتونخوا برخه یو"

میر کلام زیاته کړه کله چې د مسودې شکل کې دا نظام اسمبلۍ ته وړاندې کړی شي نو مونږ به یې کلک مخالفت کوو.

خو بل پلو حکومت وایي دې نظام کې به ثالثان بې طرفه او بې داغه خلک ټاکل کیږي. حکومت دې هڅه کې دی چې دغه ضلعې هم د صوبې نورو ضلعو سره برابر کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG