لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب: افغان پلاوي به د ماسکو او ترکیې په غونډو کې ګډون وکړي


واشنګټن - د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان حکومت د افغان سولې په اړه د مسکو او ترکیې په غونډو کې ګډون کوي.

د امریکا غږ اشنا څانګې د یو راپور له مخې، محب د خالي یا شنبې په ورځ د کابل په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کې خبریالانو ته وویل، دغو غونډو ته په هاغه سطحه پلاوي واستوي په کومه کچه چې ورته طالبان استوي.

نوموړي زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت او د مصالحې عالي شورا د افغان پلاوي د سطحې په ټاکلو باندې کار کوي.‌

محب وړاندې وویل، که چیري د طالبانو د دوحې مذاکراتي پلاوی پکې ګډون کوي نو په ورته توګه د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی به هم پکې ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغان چارواکو د ګډون په اړه د روسیې هیواد بلنې ورته رسېدلي دي.

همدارنګه د افغانستان د سنا یا سنېټ د چېرمن مرستیال محمد ایزدیار هم امریکا غږ اشنا ته ویلي دي،‌ چې د استانبول د غونډې بلنه ورته رسېدلې ده او دی به پکې ګډون کوي.

خو پاکستاني خبریال طاهر خان په خپل ټویټر باندې د طالبانو د ویاند محمد نعیم له خولې لیکلي دي، چې د ماسکو په غونډه کې د ګډون پرېکړه تر اوسه پورې نه ده نهايي شوې.

طاهرخان په ټویټ کې زیاته کړې،‌ چې روسي استازی کابلوف وايي، د مارچ ۱۸ غونډې ته بلل شویو لورو د ګډون بلنه منلې چې طالبان هم پکې شامل دي.

ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر اتلسمه په مسکو او په راتلونکې اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونډې تر سره شي.

بلخوا تیره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم خبریالانو ته ویلي چې راتلونکې اپرېل میاشتې په لومړیو کې به ترکیه د افغان سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د غونډې یادونه کړې وه.

افغان چارواکو له جنرال باجوه سره په بحرین کې لیدلي:

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار همدارنګه وویل چې په بحرین کې یې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتو له مشر جنرال فیض حمید سره لیدلي دي.

هغه وویل چې په دغې امنیتي غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د پوځ لوی درستیز هم ګډون کړی و.

محب زیاته کړه چې دغه امنیتي غونډه د برتانیې په منځګړیتوب په بحرین هیواد کې جوړه شوې وه، خو په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

نوموړي وویل چې په یاده غونډه کې د نورو ورته لیدونو پرېکړه وشوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG