لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان خبریالانو دپاره دنړۍ دویم اؤ پاکستان دریم خطرناک هیواد ګرځول شوی


دخبریالانو نړیوال سازمان ایي ایف جی وایي تیرکال ۲۰۲۰م کې په ګرډه نړۍ کې ۶۵ خبریالان وژل شوي اؤ افغانستان دخبریالانو دپاره دنړۍ دوهم ستر خطرناک هیواد پاتې شوی دی.

د خبریالانو نړیوال سازمان پخپل کلیز رپورټ کې ویلي تیرکال په میکسیکو کې تر ټولو زیات ۱۴ خبریالان وژل شوي چې شمیره یې ۱۴ ده خو په افغانستان کې بیا ۱۰خبریالان وژل شوي دي.

رپورټ کې راغلي چې په ۱۶ؤ هیوادونو کې ۱۶خبریالان تیرکال دخپلو دندو ترسره کولو په مهال په هدفي بریدونو،بمي چاودنو اؤ ډزو کې وژل شوي دي.

رپورټ ښایي چې په ۲۰۲۰م کال کې د وژل شوؤ خبریالانو شمیره د هغې نه د وړاندیني کال یعنې ۲۰۱۹څخه ۱۷لوړه ده.

په رپورټ کې راغلي چې کال ۱۹۹۰ نه کال ۲۰۰م پورې ټوله دنیا کې د وژل شوؤ خبریالانو اؤ صحافتي کارمندانو شمیره ۲۶۸۰ ده اؤ په دې کې زیاتره خبریالان په منظمو جرمونو کې دککړو ډلو،تندلارو اؤ نسلي تشدد کې دککړو قوتونو لخوا وژل شوي دي.

دخبریالانو دنړیوال سازمان عمومي سکتر انتهوني بیلانګر وایي د خبریالانو د وژنې اؤ ځورونې په اړه تیرکال هم د نورو کلونو څخه بل رقم نه ؤ اؤ په دغه کال کې هم ۶۵خبریالان وژل شوي دي.

دنړۍ بیلابیلو رسنیو د انتهوني بیلانګر له خولې لیکلي چې میکسیکو ،افغانستان،پاکستان اؤ صومالیه کې دتندلارو بریدونه اؤ هند اؤ فلپائن کې دسخت دریځو خلکو د نورو په بابله د روادارۍ نشتوالي د وینې توئېدنې په دې عمل کې کوټلی رول ترسره کړی دی.

په رپورټ کې راغلي چې تیرکال د۱۴ خبریالانو د وژل کیدو له امله میکسیکو خبریالانو دپاره تر ټولو خطرناک هیواد پاتې شوی دی اؤ افغانستان بیا په دویم نمبر دی چې دغه هیواد کې ۱۰ خبریالان وژل شوي دي.

پاکستان خبریالانو دپاره دخطرناکو هیوادونو په نوملړ کې په دریم نمبر راغلی اؤ تیرکال په دې هیواد کې نهه خبریالان وژل شوي دي.

همداشان کال ۲۰۲۰م کې په هند کې اته،فلپائن اؤ شام کې څلور،څلور اؤ نائجیریا اؤ یمن کې ددرې خبریالان اؤ صحافتي کارمندان وژل شوي دي.

ددې ترڅنګ په بنګله دیش ،کیمرون،هنډوراس،پیراګوی،روس اؤ سویډن کې هم یو، یو خبریال وژل شوی دی.

رپورټ کې ویل شوي چې د وژل کیدو ترڅنګ دا مهال په ګرده نړۍ کې ۲۲۹ خبریالان دخپلو مسلکي ذمه واریو ترسره کولو له امله زندانونو کې هم اچول شوي دي.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د نړيوال تنظيم ار ايس ايف د پاکستان څانګې مشر اقبال خټک وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ پاکستان کې خبریالان د سخت فشار سره مخ دي، هر وخت ورته ګواښونه کيږي او ډېر په سختو حالاتو کې خپله دنده ترسره کوي کوي او که څوک سختې پوښتنې راولاړوي نور د سختو حالاتو سره مخ کيږی.

هغه زیاته کړې وه پاکستان کې په رياستي کچه د ښو او بدو خبریالانو توپير روان دی چاته ښه او چاته بد ويل کيږي او د هغې نتيجه دخبریالانو د وژنو اؤ ځورؤنو په شکل کې مخې ته راځي.

دبشري حقونو دڅار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ تیرکال د ستمبر په میاشت کې ویلي وؤ چې پاکستان پر مطبوعاتو د بندیز لپاره له خپلسره نیولو، بندي ساتلو او د جرم له بې بنیاده مقدمو د اوزار په توګه کار اخلي،

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG