لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که امریکا او نور د افغانستان مرستې کموي، حکومت غورځېدی او د 90 د لسيزې په څېر حالات جوړېدی شي، سوپکو


د امریکې د څارونکې ادارې سیګار مشر ویلي که امريکا او نورې مرستندویه ادارې د افغانستان مرستې کموي، له امله يې د افغانستان حکومت غورځېدی شي او په دغه هېواد کې د 90 د لسیزې په څېر حالات جوړېدی شي.

د افغانستان د بيا رغونې دپاره د امریکا د ځانګړې ادارې سيګار مشر جان سوپکو دغه خبرداری د رویټرز خبري ادارې سره په خبرو کې ورکړی دی.

نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې امریکا او روس سره د نورو هېوادونو د افغانستان د سولې د خبرو روانولو هڅې کوي.

سوپکو ويلي، "د افغانستان د بوديجې/بجټ 80 فيصده برخه امریکا او نورې نړیوالې مرستندويه ادارې ورکوي" هغه ويلي "که چرته مرستندويه ادارې مالي مرستې کموي دا به د افغان حکومت د ناڅاپي مرګ په څېر وي، مونږ په دې پوهه يو".

نوموړي خبرداری ورکړی که تاريخ تکراريږي لکه په 1979/89 کې چې سويت يونين مات شوی وو افغانستان به بيا د کورنيو جګړو سره مخ شي.

د نړیوال بېنک ترمخه د پرمختيا نړيوالې ادارې په کال 2011 کې افغانستان ته 6.7 اربه ډالره مرستې ورکړې او په 2019 کې يې دا مرستې 4.2 اربه ډالرو ته راکمې کړې وې.

د رپورټ ترمخه تېر کال په نومبر کې چې د افغانستان سره د غېر پوځي مرستو په مد کې د 3.3 اربه ډالرو د مرستو ژمنه شوې، ويل شوي که د 2024 پورې دا مرستې دوام لري دا به د کال 2016 په حساب 15 فيصده کمې وي.

امریکا چې د افغانستان مرستې کموي بيا هم ژمنه ده چې د کال په سر به 600 ميلينه ډالره ورکوي خو په دې کې يې نيمې مرستې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو سره مشروط کړي دي.

سوپکو ويلي که دغه مرستې کټ کيږي او د سولې خبرې نه کيږي د افغانستان حکومت به د طالبانو او نورو جنګيالو پرضد د جګړې جوګه پاتې نه شي.

هغه زياته کړې که سوله وشي هم نو بيا به هم د نړیوال بېنک د شمېرو ترمخه افغانستان د کال 2024 پورې 5.2 اربه ډالرو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG