لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په سکهر کې هندو جرنلېسټ په ډزو وژل شوی دی


د پاکستان د سيند صوبې په سکهر ضلع کې د نامالومه کسانو په ډزو د يو شخصي ټيلي ويژن سره کار کوونکی هندو جرنلسټ اجی لالواني وژل شوی دی.

د پوليسو په وېنا دغه پېښه د سکهر په صالح پټ نومې علاقه کې د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې شوې ده.

د جرنلېسټ د وژنې د پېښې په اړه د يادې علاقې د پوليسو مشر حضور بخش سولنګي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

هغه وويل د پېښې مقدمه هم تراوسه نه ده درج کړی شوی او دوی ګوري چې نن د وژل شوي جرنلسټ د کورنۍ په مدعيت کې مقدمه درج کړي.

د سکهر پرېس کلب مشر سليم ستهو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، اجی لالواني د سکهر د جرنلسټانو د اتحاديې غړی وو او دوی يې د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کوي.

هغه زياته کړه د لالواني وژنې ته په دې نظر ګوري چې دا د ازاد اواز غلي کولو هڅه ده.

هغه وويل د پوليس نه يې غوښتي چې د جرنلېسټ په وژنه کې ککړ کسان مالوم کړي او د قانون منګولو ته يې راولي.

د صالح پټ پوليس وايي اجی لالواني د شپې په مهال په يوه نايي خانه کې ناست وو په موټرسايکل کسان راغلي هلته يې پرې ډزې شوي او ډزې کوونکي کسان بيا تښتېدلي دي.

لالواني په ډزو کې ژوبل شوی او وروسته يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ او جرنلسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم او جرنلسټانو د اجی لالواني د وژنې غندنه کړې او د دغه پښې پرضد يې د غږ پورته کولو ويلي دي.

حامد مير په ټویټر ویلي، د جرنلسټ اجی لالواني د وژنې پرضد غږ پورته کړئ، د سيند صوبې حکومت د وژونکو په نيولو کې پاتې راغلی دی په پاکستان کې 125 جرنلسټان وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې ویلي دوه ورځې وړاندې په يو بل جرنلسټ پوليس تشدد کړی وو.

جرنلېسټانو د وزيراعلی نه غوښتي د لالواني په وژنه کې ککړ کسان دې په فوري ډول ونيول شي.

په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ او جرنلسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيمونه وايي په ملک کې د مطبوعاتو ازادي او جرنلسټان د سخت فشار په حالاتو کې کار کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG