لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند وایي هر متشدده اړخ ته دافغانستان دسپارلو مخالفت به کوي


عوامي نیشنل ګوند وایي دافغانستان د راتلونکي په اړه د هر رقم پرېکړې حق یوازې افغان ولس لري اؤ ای این پي به هر مشتدد لوري ته دافغانستان دسپارلو سخت مخالفت کوي.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مرستیال صدر امیرحیدر خان هوتي دجمعې په ورځ په ټوئټر لیکلي مسکو کې مذاکراتي عمل اؤ په دې کې د ټولو خواؤ ګډون دستائیلو دی خو افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستلو داعلان نه وړاندې باید دافغانستان وضعیت و ارزؤل شي.

هغه وایي د افغان دولت اؤ د نورو خواؤ خپلو کې ناسته د امن دپاره غوره عمل دی ځکه چې له امن پرته اوس بله هیڅ لاره نشته.

هغه لیکلي سیمه کې د دائمي امن دپاره به په سمدستي توګه دواړو خواؤ ته د اوربند اعلان کول وي‌ اؤ دامریکا په ګډون ټولو بهرنیو قونونو ته به دمعاملو په سنجیدګۍ دځان پوهولو سره کوټلی رول ترسره کول وي.

هغه لیکلي دا سیمه اوس د یوې نوې جګړې د زغملو توان نه لري اؤ نه هم افغان شخړه دافغانانو په ملکیت دکېدونکو مذاکراتو پرته په بله لاره هواریدی شي.

امیر حیدر خان هوتي زیاته کړې ده چې دڅلویښتو کالو راسهې افغانستان کې روانې جګړې په میلینونو کسان اغېزمن کړي اؤ څو نسلونه یې تباه کړي دي اوس به نوره ددې جګړې مخ ډب کول وي.

د زیارت په ورځ د ماسکو کانفرنس په ګډه اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې د ټرایکا هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2020م کال د 2513 قرارداد له مخې د طالبانو د اسلامي امارت بیرته فعالېدل نه غواړي.

اعلامیه کې ویل شوي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ داسې تړون باید وشي چې د دې هېواد د ښځو، سړیو، ماشومانو، د جنګ د قربانیانو او اقلیتونو په ګډون د ټولو وګړو حقونه پکې خوندي وي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال طاهر خان دجمعې په ورځ وي او ای ډیوه ته دمسکو دغونډې یو مقصد دا هم ؤ چې دطالبانو په موجودګۍ کې دهغوئ په وړاندې امريکه روس چين او د پاکستان نظر کېښودی شي چې دا دغه اعلاميه کې څرګند شوي دي او اوس به د راروانو پړاونو دپاره يو اساس وي.

طاهرخان وويل دا به اوس کتل کیږي چې طالبان دغه فشار قبلوي او که نه او بيا ترکومې خپله پاليسۍ کې بدلون راولي ؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG