لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماسکو د غونډې بیان: د طالبانو د اسلامي امارت بېرته فعالېدل نه غواړو


واشنګټن - په ماسکو کې د ټرایکا په نامه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته رسېدلې په کومه کې چې ویل شوي، دوی د طالبانو د اسلامي امارت بېرته راتلل نه غواړي.

په غونډه کې د افغانستان د سولې د خبرو په چټکتیا، سیاسي جوړ جاړي او د یوه دایمي اوربند په پلي کېدو باندې ټینګار شوی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یو ټویټ کې لیکلي،

"مونږ د افغان دولت او طالبانو استازي چې ګڼ مخکښ مشران پکې شامل دي، دې ته وهڅول چې د اپرېل په لومړیو کې د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ونیسي او دا دا به د سولې په بهیر کې یو بل مهم ګام وي."

په غونډه کې د افغان حکومت استازو، مخکښو افغان سیاستوالو،‌ طالب استازو او همدارنګه قطر او ترکیې په کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغان سولې په اړه د ټرایکا ناستې له ګډې اعلامیې هر کلی کړی او هغه یې سولې ته د رسېدو په هدف د جدي مذاکراتو د پیلېدو په لور یو مثبت ګام بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د جمعه په ورځ د یادې ناستې په ګډې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د ۲۵۱۳ قطعه نامې پر تطبیق، د افغانستان د کړکېچ پر سیاسي هواري د ټینګار او دا چې په افغانستان کې د «اسلامي امارت» د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي هرکلی کړی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان حکومت د اوربند ټينګېدو او سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره د محتوا لرونکو او جدي مذاکراتو د پیلېدو لپاره چې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لامل شي چمتو دی.

په واشنګټن کې مېشت د افغان سولې او امنیتي چارو څېړونکی نجیب ننګیال امریکا غږ ډیوې ته د ماسکو د خبرو په اړه وویل،

"زما په فکر د ماسکو کانفرانس څخه ډېره چټکه نتیجه د افغانستان د سولې په پروسه کې توقو نشې کېدای. البته څو ټکي مهم دی او هغه د طالبانو د امارت له بیا راتګ سره د نړیوالو مخالفت او له یو ډیموکراټیک حکومت څخه ملاتړ وو. ډېره توقو ترې ځکه هم نشي کېدای چې دغه ډول کانفرانسونه د ډیالوګ شکل نه لري.‌ مذاکرات نه وو. افغانستان او طالبان یو هم ددغه کانفرانس اصلي غړي نه وو. بلکه دا د د دریو لویو قدرتونو او پاکستان ترمنځ خبرې وکړې. که څه هم افغانان پکې وو خو د پرېکړو لوری نه وو. نو ځکه ترې ډېره توقو نشې کېدای."

دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو پلاوي تیره ورځ د مسکو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې به د بل هر نظام پر وړاندې « به جهاد وکړي.»

د افغانستان د روغې جوړې د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د روس آر ای اې خبري ایجنسۍ ته ویلي، د طالبانو له پلاوي سره یې د جمعې په ورځ لیدلي خو وایي بې له دې چې دواړو خواوو د خبرو د تېزولو ژمنه وکړه پر بله موضوع یې خبرې نه دي کړې:

د طالبانو د مذاکراتي ډلې یوه غړي سهېل شهین هم د جمعې په ورځ په ماسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د سولې خبرې باید ګړندۍ شي. د طلوع نیوز د خبر له مخې سهېل شاهین ویلي:

"دا ډېره مهمه ده چې مذاکرات باید تېز شي ځکه چې دا به پخې ډزبندۍ او په ټول هېواد کې امن ته په رسېدو کې مرسته وکړي او همدا زموږ هدف دی".

د ټرایکا ګډونوالو د بیان غټ ټکي:

۱- مونږ د افغانانو پراخې اړتیا ته په کتلو سره چې غواړي جګړه ودرېږي او سوله راشي وایو یو پایداره سول یواځې د سیاسي جوړجاړي له لیارې راځي.‌

۲- مونږ د افغانستان په شخړه کې په ټولو ښکېلو غاړو باندې غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او طالبانو غواړو چې د پسرلي عملیات و نه کړي تر څو د نورې مرګ ژوبلې څخه مخنیوی وشي او یو سیاسي جوړ جاړي ته لاره برابره شي.‌

۳-لکه څنګه چې د ملګروملتونو د ۲۰۲۰ په ۲۵۱۳ نمبر پرېکړه لیک کې ویل شوي، مونږ د طالبانو د اسلامي امارت د بېرته راتګ ملاتړ نه کوو او مونږ په افغان حکومت او د سولې په عالي شورا غږ کوو چې په ازاده توګه دې له طالبانو سره په سیاسي روغه جوړه کې ښکېل شي.

۴-مونږ په بین الافغاني خبرو کې له ګډونوالو غواړو چې د شخړې د حل په برخه کې دې په بنیادي بحثونو کې ښکېل شي چې په هغو کې د سولیز او پایداره دولت په راتلونکې، په همه شموله حکومت او دایمي اوربند باندې خبرې وشي.‌

په دې حساس وخت مونږ څلور واړه هېوادونه له د سولې په یو تړون باندې خبرې وکړي د کوم له امله چې به په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړه پای ته ورسېږي.

۵-مونږ د یو داسې دایمي سیاسي جوړ جاړي په حق کې یو په پایله کې یې یو ازاد، خپلواک، متحد،‌سولیز، ډیموکراټیک او خودکفا افغانستان جوړ شي، له ترهګرۍ او نشي توکو څخه پاک وی او په رضاکاره توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو ته لاره هواره کړي.

۶-موونږ په افغان دولت او طالبانو باندې غږ کوو چې دا ډاډ ورکړي چې ترهګرې ډلې به د افغانستان له خاورې څخه د بل هېڅ هېواد د امنیت ګواښلو لپاره کار نه اخلي.‌

۷- مونږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د سولې هر ډول تړون کې باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي‌ وي چې په هغو کې ښځې، ماشومان، د جګړې قربانیان او لږکي او د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ له پلوه د ټولو افغانانو هیلو ته ځواب ووايي.

۸-مونږ پر ټولو ښکېلو هېوادونو غږ کوو چې د یوې دوامداره سولې په راتلو کې د افغانانو ملاتړ وکړي. مونږ ژمنه کوو چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي وروسته نړیوالې سیاسي او اقتصادي ملاتړ تنظیم کړو.

۹-مونږ د سولې په بهیر کې د قطر له دومداره ملاتړ څخه قدرداني کوو او مونږ د ښکېلو غاړو ترمنځ د بحث د دوام ملاتړ کوو.‌

۱۰-مونږ د ټولو نړیوالو هلو ځلو ملاتړ کوو چې د ژر تر ژره د یو سیاسی جوړجاړي په لاره کې وي. مونږ ولیدل چې د ملګروملتونو عمومي منشي انټوني ګوټېرېش جین ارنولټ د افغانستان او سیمې لپاره د خپل ځآنګړي استازي په توګه ټاکلی دی.‌ مونږ په افغان سوله کې د ملګروملتو د رغنده او مثبت رول هرکلی کوو‌

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG