لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبان تمه لري چې امریکا ووځي او اسلامي قانون په ځای شي


طالبانو د جمعې په ورځ واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د لومړۍ مې د ژمنې ترمخه امریکايي او نېټو ځواکونه د افغانستان نه ووځي، ګنې طالبان به غبرګون ښکاره کوي.

اېسوسي اېټډ پرېس ویلي د طالبانو د غبرګون مطلب د تندلارې ډلې لخوا بريدونه سېوا کېدی شي.

طالبانو دغه خبرداری په ماسکو کې په يوه خبري غونډه کې ورکړی دی، دا له هغې وروسته چې په ماسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه شوې چې د افغانستان د سولې ودرېدلې خبرې بيرته روانې شي.

د امریکايي صدر جوبايډن انتظاميه وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په لړ کې د فرورۍ 2020 لوظنامې ته بيا کتنه کوي.

بايډن د شورو/چهارشنبې په ورځ (اې بي سي) سره په مرکه کې ویلي، د لومړۍ مې د نېټې ژمنه پوره "کېدی شي خو دا به سخته وي" او زیاته کړې يې ده دغه نېټه اوږدېدی هم شي خو "ډېره اوږده" به نه وي.

د ماسکو غونډې ته د ګډون دپاره تللي د طالبانو د پلاوي يو غړي سهېل شاهين ويلي، "پکار ده چې دوی لاړ شي".

خبريالانو سره په خبرو کې شاهين خبرداری ورکړی چې که امريکا د لومړۍ مې څخه وروسته هم په افغانستان کې پاتې کيږي دا به لوظنامه ماته کړي، هغه ويلي "له دې وروسته، دا به يو ډول د لوظنامې سرغړونه وي، سرغړونه به زمونږ (طالبانو) لخوا نه وي، او دې سرغړونې ته به غبرګون ويل کیږي".

هغه دا نه دي ویلي چې غبرګون به کوم ډول وي خو د فرورۍ 2020 د لوظنامې لاندې طالبانو په امريکايي او نېټو ځواکونو بريدونه ودرولي دي.

هغه ویلي، "دوی هيله لري چې داسې ونه شي. دا چې دوی ووځي او مونږ افغانستان پله توجه شو، او په افغانستان کې د سياسي لارې د افغانستان د مسلو سوله ييز حل او مستقل اوربند کولو ته ورسو".

سهېل شاهين يو ځل بيا په دې خبره زور راوړی چې طالبان د اسلامي حکومت په غوښتنه ټينګ ولاړ دي خو دا چې کوم ډول اسلامي حکومت، نوموړي په دغه اړه نور تفصيل نه دی ویلی.

شاهين دا هم نه دي ویلي چې طالبان به انتخابات ومني که ونه مني خو زياته کړې يې ده چې د اشرف غني حکومت د دوی په نظر اسلامي حکومت نه دی.

طالبانو له دې وړاندې ویلي چې د دوی په اسلامي حکومت کې به جينکۍ سکولونو ته تلی شي او ښځې به په عام ژوند کې کار کولی شي. خو دوی هر چرته په خبرو کې ویلي چې اسلامي حکمونه به منل کيږي.

دوی ويلي چې ښځه به صدر يا ولسمشره نه شي جوړېدی، جج يا قاضي به جوړېدی شي خو د چيف جسټس يا مشر قاضي چوکۍ به نه شي ترلاسه کولی.

خو د ښځو دپاره د جارج ټاون انسټيټيوټ ویلي چې د طالبانو پرته هم افغانستان په کال 2020 کې په نړيواله کچه د ښځو دپاره تر ټولو سخت ځای وو.

د اې پي د راپور ترمخه د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د ماسکو په غونډه کې يواځې يوې ښځې ګډون کړی دی.

بل لور ته طالبانو باوجود د امریکا، روس او چين د غوښتنې دا ژمنه هم نه ده کړې چې د پسرلي عمليات به نه پېلوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په وروستيو کې خبرداری ورکړی چې د امريکا او نېټو ځواکونو په غېر موجودګۍ کې طالبان په افغانستان کې نور ډېر ځايونه نيولی شي.

په 18 مارچ د افغانستان د سولې دپاره په ماسکو کې جوړه شوې غونډه کې زلمي خليلزاد، عبدالله عبدالله سره د پلاوي، طالبانو، د پاکستان، ايران، هند او چين استازو هم ګډون کړی وو.

د غونډې وروسته امریکا، روس، چين او پاکستان په دواړو فريقېنو (افغان حکومت او طالبانو) د تشدد کمولو غږ کړی او طالبانو ته يې ویلي وو چې د پسرلي عمليات نه پېل کوي.

د غونډې وروسته په شريکه اعلاميه کې يادو څلورو هېوادونو ویلي وو، دوی د طالبانو د اسلامي امارت بېرته راتلل نه غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG