لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې څه کم څلور زره کسان په یوه ورځ په کرونا وایرس اخته شوي


پاکستان کې د تیر یو شواروز په مهال څه کم څلور زره کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ اؤ ۴۲ نور کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار دولتي اداره پخپلو تازه شمیرو کې وایي چې تیرو څلېریشتو ساعتو کې دکرونا ۴۰زره اؤ ۹۴۶ټیسټونه شوي چې په دې کې د درېوؤ زرو اؤ ۹۷۶کسانو معائنات پازیټیو راغلي دي.

پاکستان کې په تیرو اتوؤ میاشتو کې په یوه ورځ په کرونا وایرس دخلکو اخته کېدو دا تر ټولو زیاته شمیره ده.

ددې نوؤ‌ پېښو رامنځته کیدو سره پاکستان کې دکرونا د فعالو پېښو شیمره ۲۹زره اؤ‌۵۷۶ته رسېدلې ده اؤ اؤ په دې وایرس ټول هیواد کې ۱۳زره اؤ ۷۹۹کسان مړه شوي دي.

شمیرې ښایي چې دا مهال هم د دوؤ زرو نه د زیاتو په کرونا اخته ناروغانو روغتیایي وضعیت اندېښمن دی.

دوه ورځې وړاندې دپاکستان دمنصوبه بندۍ اؤ پرمختیا مرکزي وزیر اسد عمر ویلي وو د کرونا درېمه څپه په پاکستان کې په تېزۍ سره روانه ده د پېښو او دمړينو کچه يې هم سېوا ده.

اسد عمر چې د کرونا د څار دپاره د جوړې قومي رابطه کار کمېټۍ مشري هم لري ويلي يې دي په ۲۲م مارچ به د کمېټۍ په غونډه کې د کرونا د روانې څپې جاج اخلي او د راتلونکې په اړه به پرېکړه کوي.

اسد عمر پخپل یو تازه بیان کې ویلي چې روانه میاشت مارچ کې به پاکستان د چین نه د دکرونا وایرس یو میلیون ویکسین راغواړي چې دې کې به نيم ميلين به په 25 مارچ او نور نيم ميلین به په 30 مارچ پاکستان ته را ورسي او راتلونکې میاشت به نور را وغوښتل شي.

په عېن حال کې په کراچۍ کې يوې شخصي کمپنۍ هم د روس نه د کرونا ويکسينو 50زره ډوزه راغوښتي خو حکومت ورته قيمت نه دی ټاکلی ځکه هغه تراوسه نه دي کارول شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG