لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمر داودزئ:اسلام اباد دې طالبان اوربند اؤ افغان دولت سره خبرو ته اماده کړي


پاکستان لپاره د افغان صدر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په اسلام اباد غږ کړی چې د طالبانو ډزبندۍ او افغان دولت سره مذاکراتو ته په اماده کولو کې خپل رول ولوبوي.

پاکستاني مطبوعات د عمر داودزي د خولې وايي کابل غواړي چې پاکستان د اشرف غني او طالبانو ترمنځ روغه جوړه کې هغه شان کردار ولوبوي څنګه چې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې لوبولې ؤ.

اخوا پاکستان د افغان کشالې د سياسي هواري لپاره د روانو هڅو سره خپل ملاتړ ښودلې دی.

څېړونکي وايي پاکستان خپل امن په افغانستان کې د امن سره تړي او پکار ده چي اسلام اباد طالبان د افغان دولت سره خبرو کولو ته اماده کړي .

خو ځنې څېړونکي وايي پاکستان به تر هغې په بېن الافغاني مذاکراتو کې رول ادا کولو ته چمتو نه شي تر څو چې افغان دولت دغلته پټ تحريک طالبان پاکستان د غړو پرضد د عملیاتو ضمانت ورنکړي.

عمر داودزې وايي پاکستان د امریکا او طالبانو مابېن د دوحې په تړون کې سنجيده کردار لوبولی ؤ او امریکا په دې باندې د پاکستان منندویه هم ده، خو اوس افغان اولس دغه شان کردار د پاکستان نه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روغه جوړه او ډزبندۍ کې ترسره کول غواړي.

اخوا پاکستان د افغان کشالې د خبرو اترو د لارې د هواري لړ کې د روانو خبرو او هلو ځلو په اړه د خپلې سهولت کارۍ د کردار هوډ تکرار کړی دی.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارى شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي او افغان سيال حنیف اتمر ترمنځ د ټېلیفون د لارې خبرې اترې شوې دي.

د بهرنیو چارو ددفتر په بیان کې ويل شوي چې دواړو مشرانو د افغان امن بهير په تازه صورتحال، د خپل مينځي خوښۍ په چارو او په دوه اړخیزه اړيکو غږېدلي دي.

د افغان امن عمل سره د پاکستان د پرله پسې ملاتړ په ترڅ کې ښاغلي قرېشي ویلي، چې بين الافغاني مذاکرات د ټول شموله، پراخه او جامع سولې ترلاسه کولو لپاره تارىخي فرصت دی باید افغان فريقېن دباثباته او پرامن افغانستان د شريک مرام لاس ته راوړلو کې خپل مثبت کردار ولوبوي.

د پاکستان لپاره د افغان صدر ځانګړي استازي عمر داودزي د اسلام اباد نه دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې تېره ورځ د ټراېکا په نامه ماسکو کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ شوې غونډه کې د طالبانو د اسلامي امارت د راوستو سره مخالفت ښودل شوی او د افغانستان د سولې د خبرو په چټکتيا، سياسي جوړ جاړي او د يو داېمي اور بند غوښتنې شوې دي.

د افغان چارو څېړنکار ډاکټر سرفراز خان وايي ډېر خلک د افغانستان دننه د امن په اړه د پاکستان د کردار نه خوشبينه نه دى.

هغه وايي که پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې کوم رول ادا کول هم غواړي نو ددې به خامخا بدل غواړي او هغه بدل دا کېدی شي چې افغان دولت د ډېورنډ کرښه په رسمي ډول ومني.

هغه وايي پاکستان دعوه کوي چې طالبانو سره د امریکا روغه جوړه دوئ وکړه او د عمر داودزي مطلب هم دادی که پاکستان وغواړي نو دا روغه جوړه هم کېدی شي.

داودزي هم دا غواړي چې پاکستان دې په طالبانو خپل اثر استعمال کړي او د هغې ډيرې لارې دي.

ددفاعي او سیاسې چارو شنونکی جميل چترالی وايي که د افغانستان حکومت سره خبرو کې د طالبانو هم هغه کسان شامل وي چاچي د دوحې په خبرو کې د طالبانو استازيتوب کولو نو بیا سمه ده او پاکستان پرې په دې لړ کې خپل اثر اچولی شي چې طالبان افغان حکومت سره خبرو او اور بندۍ ته اماده کړي.

هغه پاکستان وايي چې دافغانستان د امن سره د پاکستان امن تړلی دی. او دا ادعا هم لري چې د قطر په امن مذاکراتو کې یې هم رول لوبولی دی او دا ډېره سمه خبره ده.

جميل چترالي بيا وايي "خو زه ددې نه يو ګام وړاندې ځم او زما په اند دا خبره تردې ځایه محدود نه ده. ددې ېو بل اړخ دی تحریک طالبان پاکستان په دې کې د افغانستان دننه موجود قوتونه کردار ادا کولی شي او تر اوسه چې په افغان امن عمل کې دا نکته تړل شوې نه وي نو زه نه ګڼم چې پاکستان به کوم رول لوبولو ته چمتو شي"

پاکستان وايي تېر کال افغانستان کې د سولې او امن په اړوند ډېر غوره پاتې شوی او ددغه کال ثمره به اوس په وړاندې هم بوتلل وي.

د پاکستان د خارجه دفتر وېاند زاهد حفيظ رسنیو ته ویلي د پاکستان په ګډون ټولې خواوې افغانستان کې جګړه پائ ته رسؤل او اور بند غواړي ځکه چې افغانستان کې امن د ټولو په ګټه دې.

په پاکستان د افغانستان لخوا وخت په وخت تورونه لګي چې دوي په افغانستان کې د جنګيدونکو افغان طالبانو مرستې کوي، کورنۍ يي په پاکستان کې مېشت دي او مهم طالب مشران هم دلته وژل شوي دي خو پاکستان بيا دا تورونه ردوي او وايي افغانستان کې امن غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG