پاکستان کې پرله پسې په دویمه ورځ هم د درې نیمو زرو نه زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۴۴ کسان دهیواد بیلابیلو برخو کې په دې موذي وایرس مړه شوي دي.
دنیشنل کمانډ اینډ کنټرول اپریشن سنټر په نوم پاکستان کې په کرونا دڅار دولتي ادارې پخپلو تازه شمیرو کې ویلي دتیر یو شواروز په مهال دغه هیواد کې درې زره اؤ۶۶۷کسانو ته کرونا وایرس ورپوری شوی چې دې سره پاکستان کې تر اوسه په کرونا وایرس د ککړو تنانو شمیره شپږ لکه،۲۶ زره ۸۰۲ ته رسېدلې ده.
په کرونا دڅار مرکز وایي دا مهال پاکستان کې دکرونا دفعالو پېښو شمیره ۳۱زره اؤ۱۰۷ ده اؤ په دې وایرس تر اوسه ۱۳زره اؤ۸۴۳ کسان مړه شوي هم دي.
شمیرې ښایي چې دا مهال هم په روغتونونو کې په کرونا وایرس اخته کوم ناروغان پراته دي هغوئ کې د دوؤ زرو نه د زیاتو ناروغانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دپاکستان حکومت وایي هیواد کې د کرونا وایرس دریمه څپه پیل شوې چې ډيره زیاته خطرناکه ده اؤ که ولس دې کې احتیاط ونه کړو نو وضعیت به دقابو څخه اوځي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم تیره ورځ په کرونا وایرس اخته شوی اؤ ځان یې دخپل کور دننه قرنطین کړی دی .
هرڅو که وزیراعظم عمران خان په کرونا وایرس د اخته کیدو نه یوازې دوه ورځې وړاندې دکرونا ضد ویکسین لګولي وؤ خو دهغه دکرونا دټيسټ پازیټو مخې ته راتلو سره خلک ویریدلي دي اؤ پاکستان کې په سوشل میډيا د کرونا ضد چینایي ویکسین په معیار هم یو شمیر فعالینو پوښتنې راولاړې کړې دي.
خو یو شمیر خلک اؤ طبي مامورین بیا ګمان ښایي چې وزیر اعظم عمران خان ته به کرونا وایرس له ویکسین وړاندې لګیدلي وؤ خو هغه خپل ټيسټ وروسته کړی دی.
د ۲۲ کروړه ابادۍ لرونکي پاکستان کې تر اوسه په لمړي پړاؤ کې ډاکټرانو اؤ طبي مامورینو ته دچین جوړ سائنو فرم ویکسین ورکړل شوي اؤ په دویم پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو نه بره عمر لرونکو تنانو ته دا ویکسین لګول کیږي خو په عامه کچه یې ولس ته دلګولو بهیر لا نه دی پیل شوی