لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د بنو مشر صمد خان وايي د ګل بهادر وسله والې ډلې ورته د مرګ ګواښ کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بنو مخکښ مشر صمد خان وايي د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې لخوا ورته د مرګ ګواښ شوی دی.

صمد خان وايي د هغه ته د پوليس لخوا د هغه د ژوند په اړه دغه د ګواښ ليک ترلاسه شوی دی او د ضلعې پوليس د ډي ایس پي هیډکواټر افسرانو ورته په ټيليفون هم د ګواښ خبره کړې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ورته وېل شوي چې د خپلې ساتنې انتظام وکړه خو هغه وايي يو خو د ساتونکو ساتلو توان نه لري او بل دا چې که د ساتونکو سره پرې بريد کيږي نو بيا به ويل کيږي چې ساتونکي ورسره وو.

خو د بنو انتظامي مشر زبیر نیازي وايي تر اوسه دوی ته د ګواښ په اړه هغه څه نه دي ویلي او د ملک هر وګړي ته تحفظ ورکول او د هغه ژغورنه کول د دوي ذمه داري ده.

حافظ ګل بهادر څوک دی؟

حافظ ګل بهادر د شمالي وزیرستان مداخېل قبیلې دته خېل تحصیل سره تړاو لري.

د میرعلي عیدک سیمې دارالعلوم نظامیه کې يې دیني زده کړې کړي او دې دوران د جمعیت علماء مولانا فضل الرحمان ډلې د زدکونکو څانګې غړی هم وو. خو د دینې زده کړو پوره کولو نه وړاندې يې د افغانسان په جنګ کې برخه واخسته او د طالبانو صفونو کې شامل شو.

په کال 2007 کې يې د حکومت سره یوه لوظنامه لاسليک کړه چې تر مخه به دوي پاکستان کې وسله وال بريدونه نه کوي.

ویل کیږی هغه د افغان طالبانو حقاني شبکې او القاعده سره نزدې اړیکې لري او هم دا وجه وه چې د هغه زیاتره پلویان د امریکا بې پاېلټه يا د ډرون الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه په کال 2010 کې د نورو ځايي وسله والو ډلو په اتحاد د وزیرستان شورا په نوم خپله ډله جوړه کړه او په سيمه کې يې خپل عدالتي نظام جوړ کړو چې پکې به د خلکو د جرمونو اورېدنې پرمهال هغوي ته سزاګانې اورېدل کېدلې.

حافظ ګل بهادر په کال 2011 کې د القاعده مشره اسامه بن لادن اسلام اباد ته نزدې ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په اپرېشن کې تر وژل کېدو وروسته په سیمه کې د پولیو څاڅکي ورکولو ډلو باندې بندېز اعلان کړو چې تر اخره يې دوام لرلو.

په کال 2014 کې د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو نه څومیاشتې وړاندې هغه د حکومت سره خپل امنيتي تړون ختمولو اعلان وکړو او د شمالي وزيرستان ټولو وسيدونکو ته يې امر وکړو، چې د جون د مياشتې تر لسمې نېټې دې خپلې کورنۍ او ماشومان خوندي سيمو ته ولېږي.

د حافظ ګل بهادر ډلې د شورا ویاند احمد الله احمدي تر مخه دا پرېکړه دوی له هغې وروسته وکړه کله چې پاکستاني پوځ هره ورځ د دوي په سيمو کې بمبارۍ او وسلوال بريدونه پېل کړل. هغه وېل حکومت دوی سره امنيتي تړون ته درناوی نه لري او داسې اټکل کيږي چې حکومت د دوي پر خلاف د سترو پوځي عملياتو هوډ کړی، نو له همدې امله دوی هم حکومت سره خپل تړون ختمولو اعلانوي، ځکه چې اوس تړون هيڅ معنا نه لري.

دوی خلکو ته وېلي چې د حکومتي کېمپونو پر ځای دې افغانستان پله هجرت وکړي او هيڅوک دې د حکومت لخوا جوړ شويو کېمپونو ته نه ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG