لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې څو علاقې بندې کړی شوي


په خېبرپښتونخوا کې نوراته تنه د کرونا څخه مړه شوي او نور 583 کسان په کرونا اخته شوي دي، ځکه انتظاميې په پېښور کې په 18 ځايونو کې ټولبند يا سمارټ لاک ډاون کړی دی.

د صحت چارو پوهان وايي سمارټ لاک ډاون سره به هغه وخت د کرونا وايرس د خورېدو مخه ونيول شي چې کله د صحت محکمې لخوا وضع کړل شويو اصولو باندې په مکمله توګه عمل وکړل شي.

د پېښور ضلعي انتظاميې د سمارټ لاک ډاون يا جزوي ټولبند لګولو په اړه جاري کړې اعلاميه کې ويلي چې دغو سيمو ته د خلکو په ورتګ او بهر ته په وتلو، په ګڼه ګوڼې او په جماعتونو کې د پينځه کسانو نه سېوا خلکو د باجماته يا د جمعې په مونځ کولو بندېز لګولی شوی دی.

ویل شوي په دغو علاقو کې به يواځې د دارو، درملو دوکانونه، د خوراکي توکيو دوکانونه او د ډودۍ پخولو تنورونه خلاص وي.

د سمارټ لاک ډاون يا جزوي ټولبند په اړه د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ډاکټر اصغر خان وي او اې ډيوه ته وويل چې د موثر ټولبند کولو او په دغو سيمو کې د صحت محکمې د اصولو مطابق اېس او پيز يا سپارښتنو عملي کولو سره د کرونا وايرس نورو سيمو ته د خورېدو مخنيوی مکمن کېدی شي.

" د دې بنيادي اصول دا دي چې کومه علاقه کې لاک ډاون وشي نو چې هغه بهر ته نه ځي او بهر خلک هلته نه ورځي او د دغې سيمې د خلکو ضرورتونو پوره کولو د پاره ټول انتظامات شوي وي، او دوېمه خبره دا ده چې په کومه علاقه کې سمارټ لاک ډاون کوي نو چې هلته د خلکو رش (ګڼه) کم کړي چې دا وايرس خور نه شي او د علاقې نه به بهر و نه ځي".

نوموړي زياته کړه په کومو سيمو کې چې انتظاميې ټولبند په ځای کړی هلته د کرونا مخنيوی ځکه سم کيږي چې په خلکو په زوره احتياط کولی شي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د عامې روغتيا د څانګې مشر او د کرونا وبا د پاره ټاکلي شوي فوکل پرسن يا وياند اکرام الله خان وي او اې ډيوه ته وويل که چري عام اولس احتياط نه کوي نو حکومت به ضرور د سختۍ نه کار واخلي.

" په ټوله نړۍ کې په اېس او پيز باندې عمل کېږي او دلته که وګورې نو ډېر کم عمل پرې کيږي، نو پکار خلکو له دا دي چې کوم اېس او پيز يا سپارښتنې حکومت لخوا وضع کړل شوي د کرونا وايرس مخنيوي د پاره نو چې په هغې عمل وکړل شي، نو په رارونو ورځو کې به په دې سختي زياته کيږي ځکه چې پېښې سېوا مخې ته راځي او په هسپتالونو بوج سېوا دی نو زما خواست دی خلکو ته چې هغه ځای ته دې نه ځي او احتیاط دې وکړي".

د پاکستان د مرکزي حکومت ترڅنګ صوبايي حکومتونو هم د اقتصادي ستونزو جوړېدو له امله د عمومي لاک ډاون يا ټولبند کولو پرځای په هغو علاقو کې د سمارټ لاک ډاون کولو فېصله کړې چرته چې د کرونا وايرس پېښې سېوا مخې ته راځي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د تازه شمېرو ترمخه په تيرو 24 ګنټو کې د کروناوايرس نه اته کسانو ژوند دلاسه ورکړی دی، او تراوسه پورې په مجموعي توګه 81 زره او څه کم 18 سوه تنان ناروغه شوي او په ټولو کې 2246 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG