لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میانمار:دپوځي کودتا پرضد په مظاهره چیانو دامنیتي ځواکونو ډزو کې 50 کسان وژل شوي


میانمار کې دپوځي کودتا په ضد سړکونو ته په راوتلو مظاهره چیانو دپوځ لخوا ډزې شوي چې پکې 50 کسان وژل شوي دي.

د رائټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې دفرورۍ د وړومبۍ نېټې نه دشوي پوځی بغاوت په ضد مظاهره چیان د ینګون.منډالی اؤ نورو سیمو سړکونو ته راوتلي دي.

رپورټ کې راغلي چې چې دمیانمار پوځي جنرالانو د وسله والو ځواکونو ورځ نمانځلې اؤ ددې ترڅنګ یې مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړی چې که هغوئ بهر راووتل نو په سرونو اؤ په سینو په ګولیو لګیدلی شي.

دمعزوله کړل شوؤ قانون سازانو دپوځ په ضد دجوړ کړل شوي سي ار پي ایچ ډلې ویاند ډاکتر ساسا یو انلاین فورم ته ویلي “ننۍ ورځ و وسله والو ځواکونو دپاره د شرم ورځ ده”

هغه ویلي پوځي جنرالانو د ۳۰۰ نه د زیاتو بېګناه وګړو له وژنې وروسته د وسله والو ځواکونو ورځ نمانځلې ده.

دمیانمار د ځایي میډیا د راپورونو له مخې د خالي شنبې یا خالي په سهار دیانګون ډاله ګلیوالې سیمې کې دیوې پولیس ټاڼې مخې ته په احتجاج کوونکو امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي چې پکې لږ لږه پینځوس کسان وژل شوي اؤ لس نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه د یانګون ښار په یوه څنډه کې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه نهه دېرش (۳۹) تنان وژلي او دوه ویشت (۲۲) نور یې زخمیان کړي وؤ.

تیره اوونۍ ملګرو ملتونو ويلي وؤ نړیواله ورورولي او سيمه ييز فعالين دې په ګډه د میانمار د اولس او جمهوریت دپاره راوړاندې شي.

په میانمار کې چې پوځ په آنګ سان سوچي کودتا وکړه او هغه یې ګرفتاره کړه، د هغې پېښې وروسته دا نهمه هفته ده چې د پوځي واکمنانو خلاف مظاهرې روانې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG