لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په میانمار کې د مارچ د ۲۷ نېټې په لاریونونو کې ۹۰ کسان وژل شوي


د میانمار یوه مېرمنه چې د کورنۍ غړی یې د سترګو تر مخه د پوځ لخوا وژل شوی.
د میانمار یوه مېرمنه چې د کورنۍ غړی یې د سترګو تر مخه د پوځ لخوا وژل شوی.

واشنګټن – په میانمار کې د شنبې یا خالي په ورځ د ډیموکراسي پلوو لاریون کونکو پرضد د پوځ‌ په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي دي.

دا د فیبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې په دغه هېواد کې د پوځي کودتا پرضد لاریونونه پیل شوي دي تر ټولو خونړۍ ورځ ده.‌

د میانمار خبري رسنیو په راپورونو کې راغلي دي،‌ چې لږ تر لږه ۲۹ کسان د مندلي ښار کې وژل شوي چې یو پنځه کلن ماشوم هم پکې شامل دی او همدارنګه په ینګان کې د پولیسو سره په اخ او ډب کې لږ تر لږه ۲۴ لاریون کونکي وژل شوي دي.‌

امنیتي ځواکونو همدارنګه په مرکزي سګېن سیمه، ختیځ لاشیو ښار، جنوب مرکزي سیمه باګو او یو شمېر نورو ځایونو کې ګڼ نور کې وګړي وژلي دي.‌

د مینګیانګ په نامه د مرکزي ښار یو اوسېدونکی دو یاو زاو رسنیو ته ویلي، "دوی مو له د مرغانو او چرګانو په څېر او حتی په خپلو کورونو کې وژني."

خو هغه وویل، چې هر څه وي مونږ به خپلو لاریونونو ته تر هغې دوام ورکړو تر څو پوځي واک پای ته نه وي رسېدلی.

د ځواک ښودلو لپاره پوځي رژیم په پلازمېنه کې ستر پوځي پرېډ ترسره کړی تر څو د وسلوالو ځواکونو ورځ ولمانځي.

په داسې حال کې چې سرتیرو د پوځي موټرو ترڅنګ یوځآی مارش کاوه، د پوځي حکومت مشر مېن اونګ هلېنګ له کودتا څخه یو ځل بیا دفاع وکړه او ژمنه یې وکړه چې واک به له نویو ټاکنو وروسته پرېږدي خو کومه نېټه یې اعلان نه کړه.‌

مېن اونګ هلېنګ د فیبرورۍ د لومړۍ نېټې په کودتا کې واک ترلاسه کړی دی.‌

د میانمار حکومت ددغو وژنو په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په میانمار کې د پوځي کودتا څخه په دفاع کې د کودتا مشران وايي، چې د نومبر د اتمې نېټې عمومي ټاکنې چې انګ سان سوچي پکې ګټلې وه له درغلیو ډکې وې.

دغه تورونه د ټاکنو د کمېشن لخوا رد شوي دي.

له کودتا راهیسې روانې لاریونونه ټول هېواد ته خپاره شوي دي چې اکثره ورخت د پوځ لخوا له سخت او له تاوتریخوالي ډک غبرګون سره مخ کېږي.‌

د شنبې د ورځې د وژنو په اړه ملګروملتونو په یو بیان کې ویلي، چې د اړتیا پرته د خلکو د ژوند په لاسه ورکولو سره خواشینې شوي دي او ویلي یې دي چې روان تاورتریخوالی د منلو وړ نه دی.‌

میانمار ته د امریکا سفیر تاماس وجدا په یو سخت بیان کې ویلي دي،‌ چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونه بۍ وسلې ملګي وګړي وژني چې په هغو کې ماشومان هم شامل دي.‌

وجدا زیاتوي، "دا خونریزي ویرونکې ده او زیاتوي چې مونږ ژر تر ژره د تاوتریخوالي د درېدو او په ډیموکراټیکه توګه د منتخب حکومت د بیرته راتلو غوښتنه کوو."

د ۲۷ غړو اروپايي اتحاد په یو بیان کې ویلي دي،‌ چې دغه قتل به د جنوب ختیځې اسیا ددغه هېواد په تاریخ کې ثبت شي.

اروپايي اتحاد هم د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو او د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځېدو غوښتنه کړې.

په میانمار کې د برتانیې سفیر ویلي ډېن چګ ویلي، امنیتي ځواکونو د بې وسلې ملګي وګړو په وژلو سره خپل ځان سپک کړی دی.‌

د شنبې د ورځې له خونړیو لاریونو څخه مخکې د پوځي کودتا راهیسې لږ تر لږه ۳۲۰ کسان د پوځي تاوتریخوالي په ترڅ کې وژل شوي او تر ۲۹۰۰ زیات نور بندي شوي دي.‌

امریکا او برتانیې، د میانمار په واکمن پوځي مشرانو باندې د زیارت یا پنجشنبې به ورځ بندیزونه لګولي او د پوځ تجارتونه یې تور لست ته اچولي دي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG