لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنهو میاشتو راپدیخوا پاکستان کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې 5234 پېښې مخې ته راغلي


سرکاري شمیرې ښایي چې دتیرو نهو میاشتو راپدیخوا د یو شواروز دننه د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې5234 پېښې مخې ته راغلي اؤ 83 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دکرونا په اړوند داقداماتو اؤ قابو موندنې د دولتي ادارې (این سي ایي سي) دشمیرو له مخې د 5234 تازه پېښو رامنځته کیدو سره پاکستان کې د کرونا دناروغانو شمیره 56347 ته لوړه شوې ده.

تر اوسه پاکستان کې ټول ټال شپږ لکه اؤ کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو شمیرې ښایي چې په دې کې 607205 بېرته هم جوړ شوي دي.

دکرونا په اړوند داقداماتو اؤ قابو موندنې دولتي اداره وایي د تیرو څلیریشتو ساعتو په مهال پاکستان کې د کرونا وایرس د مثبتو پېښو کچه 10.43 پاتې شوې ده.

سرکاري شمیرې څرګندوي چې پاکستان کې تر اوسه 14613 کسان په دې وایرس مړه شوي چې دې کې 40 هغه ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې د یو کال نه نیولي تر 10 کالو وؤ.

همدا شان د 11 کالو نه نېولي تر 20 کالو عمر لرونکي 136 تنکي ماشومان اؤ زلميان هم په دې وایرس مړه شوي دي.

دتیرې یوې اوونۍ راهسې دپاکستان دننه د کرونا وایرس دخوریدو لړۍ چټک شوې اؤ ددې هیواد بیلابیلو سیمو کې روزانه په زرګونو کسانو ته دا وایرس ورپورې کیږي.

حکومت وایي چې که حالات له قابو ووتل نو په سختو ګامونو پورته کولو به مجبوره شي خو وزیراعظم عمران خان واضحه کړې ده چې کاروبارونه به بیا هم په بشپړ ډول نه شي بندولی .

دپاکستان ټوله ابادي 22کروړه ده اؤ تر دې مهاله 15 لکه اؤ 60 زره د کرونا ضد ویکسین دچین لخوا پاکستان ته ورکړل شوي چې دې کې 15 لکه د سوغات یا تحفې په توګه وؤ.

د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان اوړمه ورځ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې د چین څخه د کرونا ضد ویکسین سائنو فارم اخستل شوي پینځه لکه خوراکونه پاکستان ته رارسیدلي دي اؤ 40 لکه نور خوراکونه به داپریل په میاشت کې راورسیږي.

XS
SM
MD
LG