پاکستان کې ورځ تر بلې د کرونا وایرس د سیوا کېدونکو پېښو نه راپدیخوا برتانیې دپاکستان نوم د سفري بندیزونو په سور نوملړ کې اچولی دی.
پاکستان دبرتانیې په دې ګام پوښتنه راولاړه کړې ده چې دسور نوملړ دپاره د هیوادونو انتخاب برتانیې دسائنس په اساس کړی که دخارجه پالیسۍ په اساس؟
پاکستان کې دبرتانیې هائي کمشنر کرسچن ټرند هم پخلی کړی چې برتانیې په نړیواله کچه دخور شوي کرونا وایرس له امله دپاکستان نوم دسفري بندیزونو سور نوملړ ته ور اچولی دی.
دپاکستان ترڅنګ دبنګله دیش،کینیا اؤ فلپائن نومونه هم دسفري بندیزونو سور نوملړ کې شامل کړل شوي دي.
دنړیوالو مطبوعاتو د رپورټونو په اساس دکومو هیوادونو نومونه چې دسفري بندیز سور نوملړ ته ور اچول شوي له هغې هیوادونو به اوس یوازې دبرتانیه خپل اؤ ایرش وګړي برتانیې ته تګ کولی شي خو هغوئ به هم تر لسو ورځو قرنطین کې وخت تیروي.
دپاکستان دننه دکرونا دچارو دڅار اؤ په دې وایرس د قابو موندنې د دولتي ادارې این سي او سي مشر اؤ مرکزي وزیر اسد عمر د برتانیې په دې ګام پوښتنه راولاړه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې هر هیواد یوازې دخپلو وګړو د صحت دحفاظت دپاره د پرېکړو کولو حق لري.
په ټوئټر اسد عمر لیکلي چې برتانیې دپاکستان په ګډون څو هیوادونه په سور نوملړ کې شامل کړي دي خو په دې پرېکړه پوښتنه پیدا کیږي چې ایا دا هیوادونه دسائنس په اساس برتانیې سور نوملړ ته ور اچولي که دخارجه پالیسۍ په اساس؟
په دې وروستیو کې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه په ډيره چټکتیا سره خوره شوې ده اؤ روزانه په دغه هیواد کې په زرګونو کسان په کرونا وایرس اخته کیږي.
دپاکستان حکومت هم دې صورتحال ته اندېښنه ښودلې اؤ وایي که وضعیت کې ښه والی رانه شي نو حکومت به په سختو ګامونو اخستو مجبوره شي.