لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني ډلې سره دپاکستان اړېکې دافغان لانجې د اوږیدو لامل شوي،امریکایي رپورټ


د امریکا دکانګرس لپاره تیار کړې شوي يو رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان د افغان کشالې د هواري په لړ کې يو مهم ګاونډي دی.

د کانګريګېشنل ريسرچ سروس لخوا د کانګرس د غړو لپاره جوړ کړی شوي دغه راپور کې دپاکستان دپوځ د افغان وسله والو او په ځانګړي توګه د حقاني شبکې سره د اړېکو یادونه هم شوې او دا رپورټ دعوه کوي چې افغان مشران او امريکايي کمانډران د افغانستان د اړي ګړي زیاتوالی اؤ اوږدوالی دغه ډلې سره د پاکستان نېغ په نېغه یا دپردې تر شا ملاتړ ګني.

دپاکستان حکومت دې رپورټ ته په سملاسي ډول څه غبرګون نه دی ښودلی خو اسلام اباد دریځ لري چې کابل کې دکومې ځانګړې ډلې پلوي نه کوي او يوازې دغلته د امن په پلوۍ ولاړ دی.

رپورټ وايي دافغانستان ګاونډيانو او په ځانګړي توګه پاکستان ددغه هیواد په چارو کې د لسيزو راهسې چټک او منفي رول لوبولی دی.

رپورټ کې دافغان امن عمل په اړه ویل شوي چې دتشدد راکمول او په راتلونکي کې د افغانستان دنظام څرنګوالی به دبېن الافغاني خبرو مهم موضوعات وي.

د افغان چارو شنونکې ډاکټر سرفراز خان وايي دا سمه ده چې پاکستان د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان په کشاله کې مهم کردار لوبولی دی او په يو وخت کې خو په دغه هیواد کې د امریکا او پاکستان ګټې او کردار هم شریک پاتې شوی دی.

هغه وايي په دنیا کې چې کوم خلک د پاکستان د پوځ پېژندګلي کوي نو هغوئ دا وايي دا داسې هنرمند او د کمال نه ډک پوځ دی چې که دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې يو خوا د طالبانو په بيا راغونډیدو کې د هغوي ملاتړ کولو نو ورسره سم یې په قبایلي سیمو کې د هغوئ په ضد دعملیاتو پېسې هم د امريکا نه اخستې دي.

دغه راز دپاکستان دپوځ پخوانی افسر او د دفاعي چارو څېړنکار طلعت مسعود وايي دې کې هېڅ شک نه شته چې پاکستان دحقاني شبکې سره اړیکې لري خو وايي چې دې سره سم پاکستان افغان طالبان امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته هم کښېنولي دي او په هغوي د افغان کشالې د مذاکراتو د لارې په هواري زور راوړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي "زما په اند پاکستان د افغان مسلې په هواري کې مهم کردار لري. او ددې غټه وجه دا ده چې که افغانستان کې حالات ښه کېږي نو ګټه یې پخپله پاکستان ته رسېږي او دا پېغام د پاکستان عسکري قیادت وار په وار افغان مشرانو ته ورکړی دی"

پاکستان وايي چې هغه په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې طرفداره نه دی بلکې دغلته د امن پلوي دی او په دې لړ کې یې نه يوازې طالبان د امريکا سره خبرو ته کښېنولي دي بلکې په بېن الافغاني مذاکراتو کې هم رول لوبوي.

پاکستان دا هم وايي چې په راتلونکې کې به هم د افغان کشالې په هواري کې خپل مثبت کردار جاري ساتي.

افغان مشران او امریکا له ډيرې مودې راهسې تور لګوي چې پاکستان د افغان طالبانو نه یوازې ملاتړ کوي بلکې هغوئ ته یې په خپله مزکه پټې ځالې هم ورکړي خو پاکستان دا تورونه کلکه ردوي.

په دغه رپورټ کې د ناټو د عمومي سکتر دهغه بيان حواله هم ورکړی شوې ده چې پکې هغه دافغانستان څخه د امریکايي او ناټو د ځواکونو په بېړه کې د ویستلو سره مخالفت ښودلی.

هغه وايي که مونږ دافغانستان نه وځو نو دغه هیواد يوځل بيا دنړیوالو ترهګرو پناه ځائ جوړیدی او دغلته په قربانيو ترلاسه شوي بریالیتوبونه دلاسه وتلی شي.

په یاد رپورټ کې د افغانستان د ګاونډيانو په حواله باب کې ويل شوي چې د پاکستان امنیتي مشرتابه د هند د نفوذ له ویرې په ظاهره طالبان نسبتاً باوري ملګري ګڼي څوک چې په افغانستان کې هند مخالف عناصر ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG