لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب: طالبان له جګړې پرته سولې ته تیاری نه لري


واشنګټن – د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وايي، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د امنیتي برخې د مشرانو له سفر څخه جوته شوې چې طالبان بیا هم د جګړې لپاره ټول تیاری نیسي نه د سولې نه لپاره.

ښاغلي محب دغه خبرې د خالي یا شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې او وویل، افغان ځواکونه تیار دي چې له دوی سره مقابله وکړي.‌

په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو لخوا پسرلنیو عملیاتو ته په داسې حال کې تیاری نیول شوی چې ټاکل شوې ده د افغان سولې په اړه په نېږدې راتلونکې کې په ترکیه کې یو نړیوال کانفرانس جوړ شي.‌

حمدالله محب ددغه کانفرانس په اړه وویل، دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه د افغان سولې لپاره د ترکیې د کانفرانس پر سر د افغانستان، طالبانو،‌ امریکا او ترکیې ترمنځ د سولې په طرحې خبرې کېږي.

هغه دا هم وویل، چې تمه ده سبا به په کابل کې هم د سولې د عالي شورا لخوا د ترکیې د کانفرانس په اړه د تیاریو په اړه یوه غونډه وشي.

خو محب وویل، تر اوسه هم د ترکیې د کانفرانس د اجندا، ګډونوالو او نېټې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ملي امنیت سلاکار واندې وویل، ولسمشر غني به له ريښتوني سولې پرته بل هېڅ ډول فشار ته غاړه کښې نږدي.

"مونږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې مونږ به فشار ته غاړه کښې نږدو. زمونږ هدف د سولې ترلاسه کول دي. حکومت د خلکو په وړاندې مسولیت لري چې په افغانستان کې یو ريښتونې سوله راولي."

د هغو انتقادونو په ځواب کې چې حکومت د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي محب وویل، "دا حکومت د خلکو لخوا ټاکل شوی. خلکو رایه کارولې دا به سمه وي. خو حکومت دا حق نه لري چې دا حق ۴۰ کسانو ته ورکړي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي."

همدارنګه ولسمشر غني هم په کابل کې له یو شمېر بهرنیو سفیرانو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.‌

محب د ولسمشر غني د تېر هغه بیان په اړه چې د سولې د تړون لپاره له وخته مخکې د ټاکنو په اړه یې کړې وې وویل، چې ولسمشر غني به په داسې مخکې له وخت ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره و نه درېږي.

"که اصلي هدف سوله او یو منتخب حکومت وي، ولسمشر څو ځله په خپلو خبرو کې دا روښانه کړې چې مونږ له وخته مخکې ټاکنو لپاره تیار یو چې کېدای شي په دریو، شپږو میاشتو کې او یا په یو داسې وخت کې چې ورته اړتیا وي ترسره شي او ولسمشر به په داسې ټاکنو کې کاندید نه وي. خو که هدف د یو موقتي حکومت له جوړېدو څخه وي نو په زه فکر نه کوم چې د افغانستان خلک دې ددې ملاتړ وکړي."

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب لخوا دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې تمه ده د افغان سولې په اړه د ملګروملتونو تر مشرۍ لاندې یو کانفرانس به په ترکیه کې جوړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا او د افغانستان د استخباراتو مشر احمد ضیا سراج وویل، چې طالبان اوس هم له پاکستان څخه ملاتړ ترلاسه کوي او ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې دوی هلته پټنځایونه لري. ض

ښاغلي‌ ضیا وویل، "په درې اړخېره غونډو کې د باجوه او د آی اس آی د مشر په ګډون د هغوی مشرانو ویلي چې دوی له طالباننو سره اړیکې لري. که طالبان نن دا دعوا کوي چې په افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري. دا یواځې ددې لپاره کوي چې دوی غواړي په پاکستان باندې د نړیوالو فشار راکم کړي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG