لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا نور 103 کسان مړه کړي


په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله په يوه ورځ کې نور 103 کسان مړه شوي دي، په ملک کې د کرونا له امله د مړو ټوله شمېره د 14زره 900 نه اوړېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا له امله په ملک کې نور 103 کسان مړه شوي او 3953 کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 14زره 924 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په تير شوا روز کې په کرونا وايرس اخته نورو 58 کسانو روغتيايي حالت سخت شوی دی، او ټول 3645 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت ښودل کيږي.

په پاکستان کې د کرونا د څار او انتظام دپاره جوړې قومي رابطه کار کمېټۍ ويلي، نن په شپږم اپرېل غونډه کوي او د تعليمي ادارو د پرانستلو جاج اخلي.

د صحت وزارت ویلي نن د نهې په ورځ به مرکزي او د صوبې د تعليم او صحت وزيران په غونډه کې د تعليمي ادارو د پرانستو يا بندو ساتلو په اړه غور کوي او د امتحانونو جاج به هم اخلي او په دې اړه چې څه پرېکړه وکړی شي هغه به د تعليم او صحت د چارواکو او کمېټۍ شريکه فېصله وي.

د سرکاري ميډيا ترمخه په ننۍ (د نهې د ورځې په) غونډه کې به د روژې په مهال د کرونا څخه د احتياطي تدابيرو په اړه هم غور کولی شي.

چارواکي بيا بيا په خلکو غږ کوي چې د کرونا څخه احتياط وکړي ځکه چې د دوی په وېنا په ملک کې د کرونا راغلې درېمه څپه په تېزۍ سره خوريږي او د مرګونو کچه يې هم سېوا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG