لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګېس په کرک کې پېدا کيږي خو خلکو ته نشته، ښځو احتجاج کړی


"کرک ټول پاکستان ته ګېس او تېل ورکوي خو اوس داسې حال دی چې په خپله پکې نه ګېس شته، نه بجلي او نه د څکلو اوبه"، دا خبرې د کرک سره تعلق لرونکې يوې ښځې د احتجاج په مهال کړي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ په لسګونو شمیره ښځې د خېبرپښتونخوا او کراچۍ ترمینځه لویه لار انډس هائي وې ته راوتلې وې او په کرک کې يې تنګوړي چوک د هر ډول ټرېفک لپاره بند کړی وو.

دوی ويل ګېس دلته پېدا کېږي او ځايي خلک ترې بې برخې دي.

د احتجاج کوونکو ښځو په خبره‌ د درېو کالو راهسې د ګېس کمپنيو له خوا زده کوونکو ته مرستې ورکول هم بند دي او د ځمکو کنستلو له امله ځايي اوسېدونکو ته د اوبو ستونزه هم رامخې ته ده.

په احتجاج کې برخه اخستونکې ګل زیبانه وي او ای ډیوه ته وویل ګېس د دوی په ضلع کې پیدا کیږی د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسېدو خو په خپله په کرک کې دا حال دی چې دلته په ورځو ورځو ګیس بند وي.

مېرمن وويل له دې وړاندې يې په ځايي کچه احتجاجي مظاهرې کړي د دوی سره ژمنې شوي خو دوی ته ویل شوي چې دا ګېس د ډیره اسماعیل خان، بنو او پنجاب ته غځول شوی چې له امله يې په علاقه کې د ګېس کمی جوړ شوی دی.

احتجاج کوونکو ښځو وويل د مجبورۍ نه يې انډس هايي وی بند کړی.

دوی وويل ګېس په کرک کې پیدا کیږي او په دې وړومبی د کرک د خلکو حق ومنل شي او د اوبو او بجلۍ سره دې دوی ته نورې اسانتياوې برابرې کړی شي.

د احتاج يوې بلې ګډون والې مشرې ښځې رخسار بی بی وویل کرک په زیات شمیر ګېس پیدا کوي او دوی ته ویل شوي چې چرته ګېس پېدا کيږي اول حق به پرې د علاقې د خلکو وي خو هغه وايي په کرک کې داسې نه کيږي.

خو د کرک مرستیال کمشنر شاه جمیل وايي دغلته غټه ستونزه دا رامخې ته ده چې خلکو ځانته په غېر قانوني توګه ګېس لګولی دی سرکاري ميټرې نه لري او بې حسابه ګېس خرڅ کيږي.

هغه وويل د احتجاج کوونکو سره يې کاميابې خبرې شوي او د غېر قانونه ګېس لاينونو پرضد يې عمليات پېل کړي چې علاقې ته د ګېس مسله هواره کړي.

دا وخت په پاکستان کې 85000 بېرله تېل پېدا کېږي چې پکې يواځې کرک ضلع 50000 بېرله ورکوي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا د دې دومره لوی پېداوار باوجود هم دلته سړکونه خراب دي، اوبه نشته، سکولونه نه جوړول کېږي او په تېرو 16 کالو کې دې سيمې ته هېڅ پام نه دی شوی.

کرک ضلع په یو ورځ کې 7000 بیرله تیل او 2500 کیوبیک فټ ګېس پیدا کوي چې دا په هیواد کې د تیلو ریکارډ پیداوار دی.

د صوبې هغه وخت د ایم ایم ای حکومت د کرک خلک لپاره د ګیس او تیلو په مد کې پینځه فیصدي رايلټۍ منظوری ورکړې وه خو وروسته بیا عوامي نیشنل ګوند په دې کې دوه چنده براختیا وکړه او دا رايلټي یې لس فیصدی کړه جې تر مخه هر کال په میلینو روپې کرک ته ترلاسه کیږی.

خو ځايي خلک د مرکزي او صوبايي حکومت نه ګيله کوي چې د هغوي په وسايلو دوی ته واک نه ورکول کېږي او د دوی سره شوې ژمنې نه پوره کيږي.

تیر کال د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف ایم این اې شاهد خټک دعوی کړې وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کرک ضلعې پرمختیايي پروژو باندې د 12 بیلینه روپو د تیلو او ګېس د رايلټۍ فنډونه ولګول شي.

او د جنورۍ په میاشت کې د کرک د دورې په مهال د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د کرک ضلعې د ګېس دپاره د دوه اربه روپو پیکیج اعلان کړی وو.

وزیراعلی ويلي وو چې د تیلو او ګیس د رايلټۍ فنډ د کرک او نورو تیلو پیداکونکو ضلعو د خلکو حق دی، او زیاته کړې يې وه چې اوسنی حکومت د وزیراعظم د لارښونې سره سم د کرک سیمې پرمختیايي پروژې پیلوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي. دا چې د رايلټي فنډ د کرک په خلکو مصرف کړي.

هغه ویلی د کرک رايلټي 12 بیلینه روپې د کرک لپاره د پینځو کالو منصوبه ده چې پکې دوه بیلینه د ګېس رسد او 720 میلینه د اوبو لپاره ځانګړې کړی شوي او په نورو روپو به په کرک ضلع کې سړکونه هسپتالونه سکولونه او نور پرمختیايي کارونه کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG