لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیه وایي افغانستان کې په خرابېدونکي وضعیت اندېښنې لري


د روس دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف کې دجګړو اؤ اړي ګړي په زیاتیدو اندېښنه ښودلې اؤ وایي دافغانستان شخړه یوازې دسیاسي خبرو اترو دلارې هواریدی شي.

سرګي لاروف چې د نهې په ورځ دیو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته په دوه ورځني رسمي سفر رسیدلی دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان مطبوعات وایي دخارجه وزیرانو په کچه ترسره شوؤ دې خبرو کې خپل منځني اړېکو ته د ودې ورکولو،دسیمې په وضعیت اؤ دافغانستان دامن په موضوع دخیالاتو تبادله شوې ده.

تر مذاکراتو وروسته یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپله وینا کې ویلي پاکستان په افغانستان اؤ ټوله سیمه کې دامن دټینګښټ دپاره خپلې هلې ځلې د زړه داخلاصه کوي اؤ په دې باور دی چې دافغان شخړې هواری د خبرو اترو دلارې شونی دی.

هغه وویل دافغاان سولې دعمل په اړه تیره میاشت ماسکو کې ترسره شوی درې اړخیزه غونډه یو غوره ګام ؤ اؤ پاکستان ورته دقدر په سترګه ګوري.

شاه محمود قریشي وویل پاکستان غواړي چې روسیې سره د ژوند په بیلابیلو څانګو کې خپلې اړېکې لا پسې وغځوي اؤ نن یې د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سره په اقتصادي،تجارتي اؤ دفاعي څانګو کې دخپل منځني همکاریو په غځولو بشپړې خبرې کړې دي.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاروف وویل د دواړو هیوادونو خپل منځي تجارت 790 میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی اؤ په دې کې 40 فیصدي زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل دخپل پاکستاني سیال سره یې دتوانایۍ په څانګه کې دمرستو په غځولو هم خبرې کړي چې هغې کې دشمالي اؤ جنوبي دګیس پائپ غځول یوه مهمه موضوع ده.

هغه وویل روسیه به د ترهګرۍ دمخنیوي په هڅو کې دپاکستان مټې مضبوطوي اؤ هر رقم مرسته به ورسره کوي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان کې په دامن وضعه دخرابتیا په لوري روانه ده اؤ روسیه دغه هیواد کې په سیوا شوې ترهګرۍ اندېښنې لري.

د روسیې خارجه وزیر نهه کاله وروسته د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دنهې په ورځ پاکستان ته پخپل دوه ورځني رسمي سفر رسیدلی اؤ‌ ټاکل شوې ده هغه به په دې سفر کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم لېدنې وکړي.

څېړونکي وايي که څه هم په دې سفر کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزه اړيکو خبرې کوي خو د خبرو مهمه موضوع به افغانستان وي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال رحیم الله یوسفزی وي او ای ډیوه ته ویلي چې پاکستان اؤ روس دافغان کشالې د هواري په اړوند یو شان خیالات لري.

نوموړي ویلي روسیه چې دافغانستان په موضوع کې دومره خوښي لري نو دهغې څو علتونه دي ، یو دا چې افغانستان د روسیې ګاونډي هیواد شمارل کیږي اؤ بل په افغانستان کې د اورپکو ، القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو موجودیت هم د روس پام افغانستان ته ګرځولی دی.

ښاغلی یوسفزی وایي په تیرو وختونو کې افغانستان ته چیچن وسله وال هم ورغلي وؤ چې هغې څخه هم روسیې ته خطره شته اؤ‌ دمخدره موادو نه هم روس یو خطر کوي نو ځکه دغه هیواد ځان دافغانستان څخه لاتعلقه نه شي‌‌ پاتې کولی.

د روس خارجه وزیر خپل دا سفر پاکستان ته په داسې حال کې کړی چې هم په روانه میاشت کې په ترکي کې دافغانستان په هکله داستنبول دپروسې په نوم یوه مهمه غونډه هم راجوړېدونکې ده.

ټاکل شوې ده چې د استنبول غونډه کې به طالبان اؤ دافغان دولت استازي هم ګډون کوي اؤ تر دغې غونډې مخکې پاکستان ته د روسیې د لوړ پوړو چارواکو سفر څېړونکي خورا مهم بولي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG