لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ویلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځي مرستو ته تيار دی


د روس د بهرنيو چارو وزیر ویلي، د ترهګرۍ پرضد جګړې توان سېوا کولو په لړ کې د پاکستان پوځي مرستو سېوا کولو ته تيار دی.

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاوروف د پاکستان په دوه ورځني سفر کې د شورو/ چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان سره پوځي مرستې سېوا کول به د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره په خبرو کې سرګۍ لاوروف ویلي دواړه هېوادونه متفق دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې او قزاقۍ پرضد شريک پوځي او سمندري مشقونه سېوا کړي.

د روس د بهرنیو چارو وزير د کال 2012 وروسته په لومړي ځل د پاکستان سفر کړی دی.

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاوروف ویلي، روس او پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو د هڅو په لړ کې د نزدې نه مرستندويه کار کوي. هغه ويلي دواړه هېوادونه سلا دي چې د سياسي خبرو د لارې د افغانستان جګړه ختمه شي.

هغه زياته کړې د پاکستان په څېر په افغانستان کې په خرابېدونکې امنيتي وضعه او د افغانستان په شمال او ختيځ کې د داعش په ترهګریزو فعاليتونو سېوا کېدو سخته اندېښه لري.

روس د افغان حکومت او طالبانو سره په رابطه کې دی او په دې وروستيو مياشتو کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو سره ليدنې هم شوي دي.

تيره میاشت په ماسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه شوې چې پکې د امریکا، چين او پاکستان استازو ګډون کړی وو.

د سرګۍ لاوروف سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وويل، د افغانستان د سولې په اړه د ماسکو د 18 مارچ غونډه کاميابه وه او هغه د لاوروف سره د افغانستان د سولې په اړه د بلې غونډې په راجوړولو هم غږېدلی دی.

اسلام اباد د طالبانو سره نزدې اړیکې لري او کابل په اسلام اباد تور هم لګوي چې پاکستان په خپله خاوره د تندلارو وسله والو مشران ساتي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي طالبان يې د امریکا سره خبرو ته کښېنولي، د کومو خبرو په نتيجه کې چې په فرورۍ 2020 کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه شوې وه.

د امریکا د صدر جوبايډن نوې انتظاميه وايي امریکا د طالبانو سره شوې توافقنامې ته بيا کتنه کوي.

دواړه وزيرانو په خبرو کې ویلي، روس به په پاکستان کې 1100 کلوميټره د ګېس پايپ لاين جوړوي په کوم چې به دوه اربه ډالره خرڅ راځي او د کراچۍ نه تر لاهور پورې به د کال په سر 12.4 اربه کيوبک ميټره ګېس رسوي.

د پاکستان او روس ترمنځ تجارتي اړيکې په تندۍ سره سېوا شوي او تير کال يې تر ټولو زيات په ريکارډ کچه د 790 ملينه ډالرو تجارت کړی 46 فيصده دا تجارت سېوا شوی او په دې کې روس په غټه کچه پاکستان ته غنم ورکړي دي.

قرېشي ویلي پاکستان اراده لري چې د کرونا وايرس دپاره د روس جوړ (سپوټنک) ويکسينو پينځه ملينه ډوزه واخلي، لاوروف ويلي د پاکستان دغه خواست ته ګوري چې د ويکسينو په جوړولو کې د پاکستان مرسته وکړي.

د روس د بهرنيو چارو وزیر د پاکستان په سفر کې د پاکستان د وزير عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره هم ليدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG