لاس رسیدونکی لینک

 
امريکې په انساني قاچاق تورن پاکستاني نېټ ورک بندېز لګولی
تازه خبر

امريکې په انساني قاچاق تورن پاکستاني نېټ ورک بندېز لګولی


امریکې د انساني قاچاق په تور په يو پاکستاني عابد علي خان او د هغه په نېټ ورک (شبکه) يې بندېز فرد جرم او بندېز لګولی دی.

ویل شوي دغه پاکستانی 40 کلن عابد علي خان د خېبرپښتونخوا د نوښار سره تعلق لري او په هغه د انساني قاچاق د چلولو تور دی.

د امریکې محکمه انصاف د شورو/ چارشنبې په ورځ (اووم اپرېل) ويلي، عابد علي به د پاکستان او افغانستان نه په غېر قانوني توګه خلک امریکا ته بوتلل او غټې پېسې به يې ترې اخستې.

د امريکې د خزانې محکمې دغه شبکه انسانان قاچاق کوونکې شبکه ګرځولې او په چلوونکي مشر او نورو ملګرو يې بندېزونه لګولي دي.

ويل شوي عابد علي په انساني قاچاق کې ککړ او د کال 2015 راهسې يې د بهر ملکونو څخه خلک په غېر قانونه توګه امریکا ته راوستل.

د محکمه خزانه د سيوري لاندې ادارې (او اېف اې سي) ویلي يادې شبکې هغه کسان هم قاچاق کړي چې د امریکا ملي امنيت يا ګټو ته ترې خطره ده.

ویل شوي عابد علي به د شبکې د لارې د يو تن نه امریکا ته د تګ په سر 20زره ډالره اخسته او دغه پېسې به یې په جعلي اسنادو او نورو خلکو ته په ورکولو کې کارولې.

د بیان ترمخه د عابد علي سره په دغه شبکه کې يو افغان وګړی رېدي حسېن چې د خلکو سره به يې رابطې کولې او اسناد به یې جوړول، د مردان شکيل کريم د عابد نوکر او د فرېنډز ټرېول ان پرايوېټ لمټډ د لارې به يې د خلکو سره رابطه وه، او محمد چودري وړايچ چې په دوبۍ کې د عابد علي د منځني ختيځ کار کوونکی دی.

په بيان کې ویل شوي دغه انساني قاچاق او جعلي اسنادو په امريکا کې د سياسي پناه اخستو نظام اغېزمن کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG