لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا ضد یو بل ویکسن"کرونا ویک"په بېړني توګه دکارؤلو اجازه ورکړل شوه


پاکستان کې د دارو درملو د څار دولتي ادارې “ډریپ”د کرونا ضد دیو بل ویکسین دکارؤلو په بېړني ډول منظوري ورکړې ده.

پاکستاني مطبوعاتو دجمعې په ورځ د دارو درملو دڅار د ادارې دسرچینو له خولې ویلي چې د کرونا ویک په نوم دچین جوړ دا ویکسین له دې وړاندې په چین ،برازیل.انډونیشیا،ترکي اؤ یو شمیر نورو هیوادونو کې هم کارؤل شوي دي.

د کرونا ویک په نوم دا ویکسین د دوؤ نه تر اته ډګري سینټي ګريډ کې اېښودل کیدی شي .

د کرونا وایرس په ضد دا پینځم ویکسین چې د کارؤل کیدو منظوري یې ورکړل شوې ده اؤ ددې ویکسین وړتیا د 50 نه تر 60 فیصدي ښودل شوې ده.

پاکستاني مطبوعات وایي ددې ویکسین افادیت کم دی خو دکرونا د دریم بهیر په جریان کې ګټور ثابتیدی شي

له دې وړاندې هم پاکستان د څلورو کمپنيانو ويکسينوته اجازه ورکړې چې پکې دوه د چين، يوه د برتانيې او يوه د روس کمپنۍ شامل ده، چې د دغو کمپنيانو نه ځايي کمپنۍ کولی شي چې د کرونا ويکسين واخلي.

پاکستان وايي د چين څخه راغلي ساينو فام ويکسين په لومړي پړ او کې ډاکټرانو او طبي عملې ته لګول شوي او اوس د 60 کالو نه د سېوا عمر خلکو ته هم لګول پېل کړی شوي دي.

ډاکټران اؤ حکومتي چارواکي وایي پاکستان کې د کرونا دریمه څپه ډیره خطرناکه ده اؤ روزانه په دې هیواد کې زرګونو کسانو ته دا وایرس ورپورې کیږي.

دسرکاري شمیرو ترمخه د تیر یو شوروز په مهال پاکستان کې 105 کسان د کرونا څخه مړه شوي اؤ 5312 پرې اخته شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG