لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: په تخت بايي کې د جومات امام په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بايي علاقه کې د يو جومات امام نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی، لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.

د تخت بايي پوليسو تاييد کړې چې تيره ورځ د جمعې په ماښام د جومات امام د نمانځه نه وروسته بيرته ستنېدو، په موټر سايکل سواره کسان راغلي په هغه یې ډزې کړي او وژلی یې دی.

د تخت بايي پوليس وي او اې ډيوه ته ویلي د پېښې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان ويلي، د تخت بايي په ګنجۍ کلي کې يې د جومات امام ميا عمر شاه په هدف کړی دی.

طالبانو دعوه کړې میا عمر شاه د طالبانو کمانډر وو خو وروسته پوځ ته تسليم شوی او دعوه يې کړی هغه بیا د ايي اېس ايي دپاره جاسوسي کوله.

خو ازادو سرچينو دغه دعوه نه ده تاييد کړې او نه پوليس په دغه اړه څه ويلي دي.

ځايي خلک وايي د جومات د وژل شوي امام تعلق د سوات د پيوچار سيمې سره وو او د ډېر وخت راهسې يې دغلته امامتي کوله.

د خېبرپښتونخوا په قبايلي او نورو ضلعو کې وخت په وخت دغه ډول د هدفي وژنو پېښې کيږي او داکثرو زمه واري پاکستاني طالبان په غاړه اخلي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي په ملک کې د کال 2014 د ضرب عضب او له هغې وروسته د ردالفساد په عملياتو کې د ترهګرو ځالې ختمې کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په 23 فرورۍ ويلي وو، په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017 نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG