لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډسکه:دقامي اسمبلۍ په خالي چوکۍ سر دوباره ټاکنې دمسلم لیګ نواز ګوند کاندیدې وګټلې


دپاکستان دپنجاب ایالت دحلقه این ای 75 ډسکه څخه دقامي اسمبلۍ په خالي شوې چوکۍ سر دوباره ټاکنې دسختې مقابلې وروسته دحکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیک نواز کاندید نوشین افتخار دشپاړس نیمو زرو نه په زیاتو ووټونو ګټلې دي.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز وایي دپارلیمان په خالي چوکیو دحکومتي ګوند دپرله پسې ماتې وروسته دحکومت دپاتې کیدو هیڅ جواز نه دی پاتې شوی .

خو دعمران خان دحکومتي کابېنې مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا ویلي چې پاکستان کې دجمهوریت هېله عمران خان دی اؤ که چرې مریم نواز یا بلاول دپاکستان لیډران ومنل شي نو دا به دجمهوریت په مخ سپیړه وي.

دغیر سرکاري اؤ غیرحتمي نتیجې له مخې دخالي په ورځ د ډسکه څخه دقامي اسمبلۍ په دغه خالي چوکۍ ترسره شوؤ ټاکنو کې دمسلم لیګ نواز ګوند کاندیدې نوشین افتخار یو لک 10075 ووټونه اخستي اؤ دهغې په مقابله کې د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف کاندید علي اسجد ملهي 93 زره اؤ 433 ووټونه اخستي.

دقامي اسمبلۍ په دې خالي شوې چوکۍ تر دې وړاندې په 19مه فرورۍ هم ټاکنې شوې،خو په دغو ټاکنو کې داړي ګړي اؤ تشدد پېښې مخې ته راغلې وې چې دهغې له امله دټولټاکنو کمیشن په دې حلقه سر دوباره د ټولټاکنو امر کړی ؤ.

دخالي په ورځ ترسره شوؤ دې ټاکنو ته پاکستان کې دومره زیات ارزښت ورکړل شوی ؤ چې دپاکستاني میډیا اؤ ولس ټول پام یې ځانته ګرځولی ؤ اؤ داسې برېښېده لکه چې دا دیوې چوکۍ انتخابات نه بلکې دټول هیواد انتخابات وي.

ددې ټاکنې په ورځ دخیبر پښتونخوا په دره ادم خیل سیمه کې دشپاړسو خواریکښو مړي دیو اجتماعي قیر څخه ترلاسه شوي وؤ خو پاکستاني میډیا دغه مهم خبر شاته غورځولی ؤ اؤ ټوله ورځ یې یوازې د ډسکه په چوکۍ ترسره کیدونکو ټاکنو باندې خبرې کولې.

کله چې دشپې ناوخته په دغه چوکۍ دمسلم لیګ نواز ګوند دکاندیدې نوشین افتخار دبریاليتوب خبر مخې ته راغلی نو ګرډ هیواد کې دمسلم لیګ نواز ګوند پلویانو دخوشحالۍ جشنونه کړي اؤ دا یې دحکومت یوه ستره ماتې بللې ده.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز دخپل ګوند دکاندید په ګټه ویلي ولس ګرانۍ،غربت اؤ بې روزګارۍ تنګ کړی اؤ له دې ټاکنو معلومه شوه چې اوس که هر چرته په صفا توګه ووټونه کیږي نو مسلم لیګ نواز به یې ګټي .

هغې په بیلابیلو ټوئټونو کې دحکومت په مخاطب کولو سره ویلي “اوس تاسو دغربت ،ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ دلاسه دځپل شوي ولس څخه هیڅوک نه شي بچ کولی، دخپل انجام نه وویریږئ”

هغې زیاته کړې ده چې ددې ټاکنو نتیجه ښایي چې ولس د رائیو دغلا کوونکو سره نه بلکې دنواز شریف دبیانیې سره ولاړ دی اؤ په خالي چوکیو دپرله پسې حکومتي ماتي وروسته دحکومت دپاتې کیدو هیڅ دلیل نه دی پاتې شوی.

دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا په ټوئټر لیکلي چې عمران خان اؤ پي ټي ایي هیواد کې د جمهوریت امید اؤ دا به دجمهوریت په مخ یوه سپیړه وي که بلاول یا مریم نواز دپاکستان لیډران وګڼل شي.

هغه پخپل ټوئټ کې په حکومتي ګوند تحریک انصاف هم غږ کړی چې خپلې لیکې به ورته درستول وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG