لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت نه ویستل شوي وزیران بیا حکومت کې شامل کړی شول


دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی محمود خان په ضد دسازشونو په تور تیرکال دهغه دحکومت نه ویستل شوي دوه صوبایي وزیران عاطف خان اؤ شکیل خان سره دنورو دوؤ نوؤ وزیرانو یو ځل بیا په صوبایي کابېنه کې شامل کړل شوي دي.

په کابېنه کې اخستل شوؤ څلورو وزیرانو عاطف خان،شکیل خان،فضل شکور اؤ فیصل امین ګنډاپور د نهې په ورځ ګورنر هاوس کې دګورنر شاه فرمان په لاس دخپلو منصبونو سوګند کړی دی.

تیرکال دجنورۍ په میاشت کې عاطف خان،شهرام خان اؤ شکیل احمد د وزیراعلی محمود خان په ضد دسازشونو کولو په تور دحکومت نه ویستل شوي وؤ.

دصوبې دهغه وخت داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ویلي وؤ چې دغو وزیرانو د وزيراعلی محمود خان د حکومت مخالفت کولو ځکه د څوکيو څخه لرې کړی شوي دي.

خو وروسته بیا شهرام خان اؤ عاطف خان د وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کړې وه اؤ هغه ته یې دخپله اړخه دحکومت دکوټلې مرستې باور ورکړی ؤ.

د عاطف خان څخه دمخه شهرام خان یو ځل بیا په صوبایي کابینه کې دتعلیم د وزیر په توګه اخستل شوی ؤ اؤ اوس عاطف خان ،شکیل خان،فضل شکور خان اؤ فیصل امین ګنډاپور هم په کابېنه کې شامل کړی شول.

خیبر پښتونخوا کې په حکومتي اؤ سیاسي چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی فدا عدیل وایي عاطف خان چې کله دحکومت نه ویستل کیدو نو په هغه داسې شک کیدو چې ګنې دی غواړي محمود خان د وزیراعلی دڅوکۍ نه لرې کړي اؤ پخپله دصوبې وزیراعلی جوړ شي.

هغه وایي عاطف خان سره دصوبایي اسمبلۍ زیاتره غړي هم ملګري وؤ اؤ هغوئ خپله یوه ډله یا ګروپ لرلو اؤ په دغه ډله داسې شکونه هم کیدل چې ګنې مرکز کې د واکمن ګوند د یو مهم مشر جهانګیر ترین کلک ملاتړ په لاس کې لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې اوس په ظاهره د وزیراعلی محمود خان،عاطف خان،شهرام اؤ شکیل خان ترمنځ ګیلې ختمې شوې دي خو ډله بازي اوس هم موجود ده.

نوموړی وایي په تیرو وختونو کې عاطف خان د وزیراعلی د چوکۍ امیدوار ؤ خو د پرویز خټک اؤ داسد قیصر نه وه خوښه چې عاطف دې د صوبې وزیراعلی وي.

دفدا عدیل په وینا له کابینې څخه له ویستل کیدو وروسته شهرام ترکئ خپل معاملات ډیر زر سم کړي اؤ کابینه کې په دویم شامل کړل شوی ؤ خو دعاطف خان ځینې شرطونه وؤ ځکه نو هغه په دومره ځنډ سره بیا حکومت ته راغلی.

هغه وایي "اوس هم داسې نه ده چې ګنې دعاطف خان شرطونه منل شوي خو هغه بیا هم حکومت کې شامل شو"

خبریال فدا عدیل وایي دعاطف خان په حواله تر اوسه حکومتي حلقو کې دا خبرې روانې دي چې که هغه دحکومت نه بهر وي نو هم خطرناک دی اؤ که دحکومت برخه وي نو هم وزیراعلی دپاره خطرناک دی خو کتل به دا وي چې په دوهم وار حکومت ته دننوتل کیدو نه وروسته به دعاطف خان حکمت عملي څه وي؟

وي او ای ډیوه په دې اړوند دصوبایي حکومت دنظر معلومولو دپاره د صوبې داطلاعاتو معاون کامران بنګش سره هم دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG