لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان سولې په اړه د ترکي کانفرنس د اپرېل له 24مې د مې تر 4مې کېږي


واشنګټن ـــ د ترکي د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد په استنبول ښار کې د افغان سولې په اړه نړیوال کانفرنس به د اپرېل پر 24مه پیلېږي او د مې میاشتې په 4مه به پای ته رسېږي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د ترکي، قطر او ملګرو ملتونو په ګډ بیان کې ویل شوي، د دوی درېواړو په مرسته به د لوړې کچې کانفرنس کېږي چې ترکي به یې کوربه وي.

په بیان کې ویل شوي، د دې کانفرنس جوړوونکي ژمن دي چې د یو مستقل، خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ به کوي.

د ترکي د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه په خپاره شوي بیان کې راغلي، په کانفرنس کې د ګډون او ایجنډا په اړه له افغان حکومت او طالبانو دواړو سره پراخې مشورې شوې دي:

"کانفرنس به له دواړو مذاکراتي ډلو سره پر مرستې ولاړ وي چې هغوی پر داسې بنیادي اصولو، د مستقبل د سیاسي حل پر تګلار او د جګړې پر ختمولو سره سلا شي چې د راتلونکي افغانستان د متفق دریځ ښکارندویي کوي".

افغان حکومت مخکې له مخکې لا ویلي، چې دې کانفرنس ته تیارۍ کړې دي او امکان لري چې خپله ولسمشر غني پکې ګډون وکړي خو طالبانو لا تر اوسه د ورتګ پرېکړه نه ده کړې.

د دې کانفرنس مقصد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې پرمختګ راوستل دي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پر ځینو موضوعاتو د اختلاف له کبله د ځنډ ښکار شوې دي.

ولسمشر غني نن د روژې د میاشتې په اړه پخپل پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې له جګړې، تاوتریخوالي او "د ولس له دښمنۍ" لاس واخلي:

"پر طالبانو یو وار بیا غږ کوم چې د افغانستان د خلکو برحقې غوښتنې اوربند ته لبیک ووایي او د ناروا جګړې پر ځای د تلپاتې او باعزته سولې لپاره خپل نیت، اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړي".

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې بیا بیا ویلي چې ډزبندي د سولې د خبرو په ایجنډا کې شامله ده او بحث به ورباندې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG