لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: سږ کال په افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله تر تېر کال زیاته وه


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو د چارشنبې یا شورو په ورځ ویلي په افغانستان کې سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله د پروسږ کال په پرتله ډېره زیاته وه او په جګړه کې ښکېلو غاړو باندې یې ږغ کړی چې سملاسې دي د تشدد د کمولو لارې چارې و لټوي.

په کابل کې د نړیوالې ادارې دفتر دا شمېرې د صدر جو بايډن تر وینا له مخه جاري کړې چې پکې نوموړي د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي قواو د ایستلو اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په خپل رپورټ کې ویلي، په یاده موده کې د ولسي مرګ ژوبلو نږدې 1800 پېښې شوې او 573 کسان پکې وژل شوې هم دي.

رپورټ وایي د پروسږ کال د لومړیو دریو میاشتو په مقابل کې دغه پېښې 29 فیصده زیاتې دي. رپورټ په ګوته کوي چې په همدغه موده کې د ښځو په مرګ ژوبله کې 37 فیصده او د ماشومانو د مرګ ژوبلې په پېښو کې 23 فیصده زیاتوالی شوی دی.

د یوناما مشرې دېبورا لاینز ویلي "په افغانستان کې ولسي او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو مرګونه او معذورۍ ډېر ځوروونکي دي. زه له فریقینو غوښتنه کوم چې سملاسي دي د تشدد د ختمولو لارې چارې و لټوي".

په عین وخت کې افغان چارواکو د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي له طالب وسله والو سره په نښتو او په یو موټر بمي چاودنه کې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې عادي کسان هم پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې پر طالبانو او حکومت مخالفه ډلو تور لګول شوی چې د 2021م کال په لومړیو دریو میاشتو کې د عامو افغانانو د مرګ ژوبلو په 61 فیصده پېښو کې لاس لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه رپورټ رد کړی او د امریکا ملاتړ لرونکي حکومتي ځواکونه یې په ولسي مرګ ژوبله تورن کړي دي.

دېبورا لاینز ویلي د سولې لپاره باید له هرې موقعې څخه ګټه واخیستل شي او دا چې که د تشدد کچه زر تر زره راکمه نه کړل شوه نو په 2021م کال کې به په زرګونو افغانانو ته د خپلو افغانانو له لاسه مرګ ژوبله ور واوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG